1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي او اوباما پر افغانستان باندي «پوکر» وهي

احمد ولي اڅکزی/ بينيامين۱۳۹۲ آذر ۷, پنجشنبه

د افغانستان او امريکا متحده الاتو ترمنځ د دوه اړخيز امنیتي تړون پر سره له ستونزو ډکي اړيکي پر يوې ډېر خطرناکي خوا رواني دي. د دغه تړون ناکامي د يوه اړخ په ګټه هم نه ده.

https://p.dw.com/p/1AQ71
انځور: picture-alliance/dpa

دا ډيره خطرناکه لوبه ده، او د هغې تاوان کېدای سي چي تر دې بېخي ډېر وي. ډېره ساده نتيجه ګيري يې دا ده چي د دغه تړون په ناکامۍ سره به افغانستان په ملکي او نظامي ډګر کي په ميلياردونو ډالر له لاسه ورکړي، او امريکا بيا د تيرو دولسو کلنو جنګ، مبارزه، پانگونه او د ۲۳۰۰ امريکايي عسکرو د وژل کېدل د بې گټي تمامېدو له گواښ سره مخامخ ده.

له څو مياشتي راهيسي د کابل او واشنګټن ترمنځ اړيکي چي د اوباما د ولسمشر په دورې پوري اړه لري نوري هم د خرابېدو په حال کي دي. اوس د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ د امنيتي تړون پر سر دواړو اړخو داسي يوه لوبه پيل کړې ده چي حاضر دي د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره ډېر خطرناکه وضعيت رامنځ ته کړي.

د تيري دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۵) د امريکا د ملي امنيت سلاکاره سوزان رايس په کابل کي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ملاقات لرل او کرزي د روان کال تر پايه پوري له واشنګټن سره د دوړه اړخيزه تړون لاس لیکول رد کړل. دغه پريکړه نه يوازي د امریکا متحده ايالاتو د جمهور رييس بارک اوبام له غوښتني، بلکي د مشورتي لويي جرګې چي په خپله حامد کرزي رابللې وه له پريکړه سره په ټکر کي ده. لويي جرګې له ولسمشره وغوښتل چي د روان مېلادي کال تر پايه پوري دغه تړون لاس لیک کړي.

د امریکا د ملي امنيت سلاکاره سوزان رايس او اوباما
د امریکا د ملي امنيت سلاکاره سوزان رايس او اوباماانځور: Reuters

د متحده ايالتو د ملي امنيت سلاکاري سوزان رايس د کرزي د منفي جواب په غبرگون کي وويل چي امريکا ته اوس يوازي د «صفر انتخاب» پاته دی. رايس زياته کړه چي که د روان مېلادي کال د دسيمبر مياشتي تر ۳۱مې نېټي پوري افغان اړخ امنيتي تړون لاس ليک نه کړي، نو متحده ايالات به په راتلونکي مېلادي کال کي خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي. پر امنيتي تړون د امضا نه کولو پر سر د کرزي ټينگار د امريکايانو تر څنگ يو شمېر هغه افغانان هم په غوسه کړي دي چي د دغه تړون ملاتړ کوي.

د بهرنيو اړيکو د کونسل په نوم امريکايي شورا د دفاعي چارو کارپوه ستېفن بيډل، وايي چي کرزی «د برينکمېنشيپ لوبه کوي او په دې هيله دی چي امريکا به له ټکر څخه د بچېدو له پاره خپله لاره بدله کړي.» د برينکمېنشپ لوبه په امريکا کي داسي یوه لوبه ده چي دوه موټر چلونکي شرط وهي. دوی په جلا جلا موټرو کي سره کښېني او مخامخ يې يو پربل باندي ور زغلوي که يو له سړکه واوښت هغه لوبه يا شرط بايللی دی که نه نو دواړ مخ په مخ سره ټکريږي او دواړه موټروانان ګټونکي اعلانيږي خو د ژوندي پاته کېدو چانس يې ډېر لږ وي.

سټېفن بېدل وايي چي له افغانستان څخه د امريکايانو بشپړه وتل هم د امريکايانو او هم د افغانانو په تاوان ده. د دغه کارپوه په وينا که امريکايان په بشپړه توگه له افغانستان څخه ووزي نو دا به د ناټو له پاره هم يو تکان وي.

د بريتانوۍ موسسې «چتم هاوس» د افغانستان د چارو کارپوه مايکل کرېتينگ وايي چي د کرزي دغه لوبه يوازي د افغانستان منافع له خطر سره مخامخ کوي. دغه کارپوه وايي چي د افغانستان ۹۰سلنه بوديجه د واشنگټن له خوا ورکول کيږي او که امريکايان ووزي نو افغانستان به دغه بوديجه له لاسه ورکړي. کرېتينگ وايي چي ښايي په داسي يو صورت کي د افغانستان دولت ړنگ سي.

بيډل وايي چي کرزی هڅه کوي د تړون په لاس لیکولو کي په ځنډ راوستلو سره لا زيات وخت تر لاسه کړي. داسي وخت چي دی پکښي خپلي لا زياتي غوښتنې په امريکايانو ومني. بېدل وايي چي کرزی ښايي دا هيله هم ولري چي راتلونکی افغان ولسمشر د ده د خوښي کانديد وي.

په عيني حال کي کرزي د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۷) د آزادۍ راډيو له خوا په خپره سوې مرکه کي خپل دريځ لږ نرم کړی دی. کرزي په دغه مرکه کي وويل چي که امريکايان يې دا شرطونه ومني چي د افغانانو پر کورونو به عمليات نه کوي او د سولي خبري بېرته پېل سي نو به تړون امضا کړي. دا په داسي حال کي ده چي حامدکرزي د دې تر مخه ويلي ول چي د ولسمشرۍ تر ټاکنو پوري به افغان اړخ امنيتي تړون لاس لیک نه کړي. په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي مېلادي کال په اپريل مياشت کي تر سره کېدونکي دي.

کارپوهان وايي چي د امنيتي تړون موضوع تر دې ډېره جدي ده چي ورباندي سياستوال قمار وهي. د دوی په وينا که دغه موضوع حل نه سي نو ښايي دواړو اړخونو ته زيات تاوان ورسوي.