1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي افغانانو ته د بگرام زندان سپارل وځنډول

۱۳۹۰ بهمن ۲۱, جمعه

ولسمشر کرزي افغانانو ته د بگرام د زندان د کنترول د چارو د سپارلو موده د یوې بلې میاشتې له پاره ځنډولي ده. په دغه زندان کي د بندیانو د ربړولو رپوټونه ورکړل شوي دي

https://p.dw.com/p/141Kz
انځور: AP

د ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې تر اوسه پوري د بگرام له زندان څخه کابو ۶۰۰ بندیان افغان چارواکو ته سپارل شوي دي خو افغانانو ته د دغه زندان د چارو د سپارلو له پاره یوه بله میاشت وخت هم ورکړل شوی دئ.

په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت ویاند مارک تورنبورگ، ویلي دي چې متحده ایالات غواړي چي په گډه له افغان دولت سره د واک د انتقال په اړه کار وکړي. خو هغه د دې خبر پخلی و نه کړ چې یوه میاشت وروسته به د بگرام د زاندان کنترول افغانانو ته وسپارل شي.

د بگرام په زندان کې په سونو تنه طالب اورپکي ساتل کیږي. د بشري حقونو ټولنو او ځینو پخوانیو زندانیانو ویلي دي چې د بگرام په زندان کي له ځینو بندیانو سره ناوړه چلند کیږي.

څیړونکي په دې آند دي چې کرزی ځکه د نوموړي زندان کنترول تر لاسه کول غواړي چې د طالبانو سره د خبرو اترو پر وخت قوي مؤقف ولري.

په همدي حال کي د ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوي بیانیه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر په کاپیسا کې د ناټو بمبارۍ چې پکښې اته تنه ماشومان وژل شوي دي په کلکه غندلي دي.

نوموړي پیښه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په یوه کلي کې رامنځ ته شوي ده. د دغه پیښې په اړه پلټني پیل شوي دي.

بیانیه زیاتوي چې افغان ولسمشر د پیښې د څیړلو له پاره یو پلاوی ټاکلې دئ چې مشري ئې د ولسمشر مشاور حاجي محمد ظاهر، کوي. د دې سربیره په دغه پلاوي کې د ولسي جرگې او د یو شمیر وزارتونو استازي هم شامل دي.

په خپره شوي بیانیه کي راغلي دي: «ولسمشر حامد کرزي د کاپیسا له والي سره اړیکه نیولي ده او د پیښې په اړه ئې د نورو معلوماتو غوښتنه کړې ده. ولسمشر د تلیفون له لاري د غم ځپلو کورنیو سره هم خبري کړي دي او د پيښې په اړه ئې خپله ژوره خواشینۍ څرگنده کړې ده.»

د ناټو ځواکونو یو ویاند جیمز ویلیمز، پیښه منلي ده او ویلي ئې دي چې د ناټو گډ پلاوی د پیښې په اړه پلټنې تر سره کوي.

د ناټو له لوري په هوایي بریدونو کې د ملکي وگړو وژنه د حامد کرزي او د هغه د لویدیځوالو ملاتړو تر منځ یوه شخړه یزه موضوع ده.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش