1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کردي ياغيانو درې آلمانی ټوريسټان تښتولی دي

۱۳۸۷ تیر ۱۹, چهارشنبه

د کردستان ياغيانو د ترکيې په شرق کي درې آلمانی ټوريسټان تښتولی دي ...

https://p.dw.com/p/EZQa
د PKK په نامه کردي ياغيان
د PKK په نامه کردي ياغيانانځور: AP

کردي بيلتون غوښتونکو دغه تښتونه ددوی د غړو په مقابل کښي د جرمني د حکومت رويه ښوولې ده .

د يرغمل نيولو دغه عمل، عملآ په جرمني کي د کردانو دهغو اعتراضونو سره يوځای صورت نيسي ، چه د جرمني دکورنيو چارو د وزارت لخوا د کردي ټلويزيون RojTV د منع کولو پر ضد يې سرته رسولي دی .په جرمني کښي ددغه ټلويزيون د فلم جوړولو دستګاه او ټلويزيوني شبکه په جون کښي وتړل سوه . RojTV چه په ډنمارک کي ورته اجازه ورکول سوې ده ، د اروپا او نژدې ختيځ دپاره نشرات لري . په برلين کي د چپيانو د ګوند سياستمداره اوريم هيلين بابا چه اصلآ کردۍ ده ،وايی چه د کردي ياغيانو دپاره د جرمني حکومت د استابول د سياست عملي کونکی ويل کيږی . ځکه چه په جرمني کي په ۱۹۹۳ کال کښي د PKK په نامه کردي ګوند منع ،او په تکرار سره په اروپا کي کردي سياستمداران بنديان کيږي ،اواوس بيا د هغو يوه ټلويزيوني شبکه بنده سول .

په برلين کي د کردستان سره د همکارۍ د کميټې په يوه اعلاميه کی راغلي دي ، چه دغه ټلويزيوني شبکه په جرمني کښي د۸۰۰۰۰۰ کردانو دپاره يوازنی امکان ؤ، چه د کردستان په باب مستند معلومات پلاس راوړي .

په برلين کي خارجه وزارت اعلام کړی دی ، چه دغه وزارت ،او په انقره کي د خپل سفارت د لاري يې د جرمني ټورسټانو د خبر د اوريدو لټه پيل کړې ده . د جرمني سفارت په انقره کي دترکي مقاماتو سره په تماس کي دی .