1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرایي دوستان؛ د یوازیتوب له پاره حل لاره

د دویچه ویله اردو څانګه۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبه

په جاپان کې هغه ځوانې او زړې میرمنې او یا هم هغه کسان چې له سختو دفتري کارونو څخه ستړي شوي دي د زړه بوج د سپکولو له پاره دوستان په کرایه نیسي. هغه د زړه خبرې چې دوی یې له بل چا سره نه شي کولې له دوی سره یې شریکوي.

https://p.dw.com/p/1JUls
Japan Frau Alter
انځور: imago stock&people

۴۸ کلن تاکانوبي نیشیموتو، د یوه داسې شرکت مشر دی چې د یوازیتوب ښکار شویو کسانو او په ځانگړي توگه د زړو میرمنو د تنهایۍ احساس د لیري کولو هڅه کوي. په دغه شرکت کې هغه میرمنې او نارینه کار کوي چې له ۴۵ څخه تر ۵۵ کلونو عمر لري.

دغه کسان د یوه ساعت په بدل کې له خپل مشتري څخه لس ډالره اخلي. په دغه شرکت کې گومارل شوې میرمنې له پریشانه او زړو خلکو سره خبرې کوي او د هغوې د زړه بوج سپکوي.

د فرانسې خبري آژانس د یوه رپوټ پر بنسټ د تاکانوبي نیشیموتو شرکت خپلو مشتریانو ته یوازې د خبرو خدمات وړاندی کوي چې دغه یوازې پاتې شوي خلک د خپل زړه بوج سپک کړي او بیرته انرژي واخلي. نیشیموتو له نن څخه څلور کاله مخکې دغه شرکت پرانیستی.

Japan Erdbeben Tsunami Atom Flüchtlinge
له تیرو څو کلونو راهیسې په چاپان کې د کرایي ملگرو خدمات وړاندې کیږي.انځور: AP

اوس د هغه په شرکت کې تر ۶۰ ډیر کسان کار کوي. دغه کسان د جاپان په مختلفو برخو کې کار کوي. نیشیموتو وایې: «په عمومي توگه خلک ما له یوه څخه تر دوو ساعتونو پورې په کرا نيسې او په دې وخت کې له ما سره خبرې کوي.»

یوه ۸۰ کلنه میرمنه هم هره اوونۍ نیشیموتو په پارک کې د قدم وهلو پر مهال د ملگرتیا له پاره غواړي. نیشیموتو وایې: «زه اوس د هغې له پاره د خپل اولاد په شان شوی یم.»

یو کب نیوکی چې د کب نیوونې پر وخت څو ساعته یوازې ناست وي اوس د نیشیموتو له خوا له وړاندی کیدونکو خدماتو څخه گټه اخلي. د دې تر څنگ یوه جاپانۍ محصله چې غواړي د رسنیو په برخه کې کار وکړي، خو د کورنۍ له مخالفت سره مخامخه ده هم د نیشیموتو مشتري ده.

په جاپان کې ډیر شمیر خلک په ټولنیز ډول د یوازیتوب ښکار شوي دي. یو شمیر داسې ځوانان هم شته چې نه غواړي له کور څخه ووځي او ټوله ورځ په کور کې له ویډیي لوبو سره مشغول باتې شي.

نیشیموتو وایې چې ډیر شمیر هغه کسان چې د دوی د شرکت خدمات ترلاسه کوي وایي چې هغه خبرې چې دوی یې له خپلو دوستانو او کورنۍ سره نه شي شریکولی دوی ته یې وایې.

Altenheim in Japan
په جاپان کې ډیر شمیر خلک په ټولنیز ډول د یوازیتوب ښکار شوي ديانځور: picture-alliance/ dpa

۲۴ کلنه نودوکا هادو، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د کورنۍ غړو ته زه په بشپړ ډول یو مختلف انسان یم. له ملگرو سره یو بل څه یم. د خپل ملګري ته زما د ژوند یو بل اړخ وړاندی کوم. خو د نیشیموتو سره د خبرو پر مهال له ما سره هیڅ فکر او اندیښنه نه وي. زه د نیشیموتو منندویه یم چې له هغه سره په خبرو کولو سره زه ځان پيژنم.»

روان پیژندونکي هیرواکی اینوموتو، ویلي دي: «د جاپاني ټولنې ځینې داسې اصول دي چې تاسې ته حدود ټاکي چې ته د خپلو نږدې خلکو سره کومې خبرې کولی شي او پر کومو موضوعاتو خبرې نه شئ کولی. خو د نوموړي شرکت له یوه کارکونکي سره بې له کومې اندیښې پر هر څه خبرې کولی شي.»

له تیرو څو کلونو راهیسې په چاپان کې د کرایي ملگرو خدمات وړاندې کیږي. د دغو کمپنیو په وسیله خلک کولې شي د واده، ملمستیاو او جنازو په مراسمو کې د گډون له پاره کرایې دوستان ترلاسه کړي. همدارنگه دوی کولی شي د خپل یوازېتوب د لیري کولو له پاره هم دغه خدمات تر لاسه کړي.

نیشیموتو وایې چې دوی څو وارې یې د خپل دغه شرکت د بندولو په هکله فکر کړی دی، خو هغه ته داسې معلومیږي چې نه یوازې د ده مشتریان ده ته ضرورت لري، بلکې هغه په خپله هم خپلو مشتریانو ته ضرورت لري.

د هغه په خبره هیڅکله هم د کوم عجیب و غریب مشتري سره نه، بلکې د ژوند له بې شمیره احساساتي تجربو سره مخامخ شوی دی.