کراچۍ: پولیسو د فابریکې د مالکانو پر وړاندې دوسیه پرانیستې ده
۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبهاعلان
د پاکستان پوليسو د سندهـ ایالت د کراچي ښار د يوې فابريکې د ماليکانو پر ضد د وژنې دوسيه پرانستلې ده. د پاکستان په کراچۍ ښار کې درې ورځې وړاندې د کالیو د جوړولو په یوې فابریکې کې د اور لگیدو له امله د ۲۸۹ تنو وژل شوي وو. پولیس اوس د نوموړې قضیې په پلټنو بوخت دي.
دغه درې واړه شریکان چې نیول شوي نه وو تیره ورځ د کراچۍ څخه ۴۵۰ کیلومتره واړندې د لاړکانۍ په یوه محکمه کې حاضر شوي ول او اوس د ۸ ورځو په ضمانت پریښودل شوي دي. دغه خبره د نوموړي شریکانو د مدافع وکیل کړي ده. د نوموړې محکمې قاضي هغوی ته د سپتمبر تر ۲۲مې نیټې تر مخه د کراچۍ ښار په محکمه کې د حاضریدو حکم کړی دئ.