کانکون:د چاپېريال ساتني نوی بنسټ کښېښودل سو
۱۳۸۹ آذر ۲۱, یکشنبهد مکسيکو په کانکون کي د چاپيريال ساتنې د نړۍ وال کانفرانس د پېل نه وړاندي د کانفرانس د پايلو په هکله هيلي دومره لږ وې چي هيڅ هم نه وای تر لاسه سوي نو ښايي مايوسي زياته نه وای. خو بيا هم د لومړي سر څخه يوه موافقه د گواښ سره مخامخ وه.
داسي بېري او پوښتنې موجوده وې چي ايا گډون کوونکي 194 هيوادونه به پدې سره همږغي سي چي باراني ځنگلونه بايد وژغورل سي، د چاپېريال ساتنې يو نړۍ وال صندوق رامنځ ته کړل سي او يا هم دا چي ايا د کيوټو تړون به وغځول سي او که څنگه.
خو بالآخره 193 گډون کوونکي هيوادونه پدې توافق ته ورسېدل چي په روانه پېړۍ کي د مځکې د کورې د تودوښي درجه بايد تر 2 درجو سېنټی گراډوڅخه بايد زياته نه سي. د بوليويا هيواد په کلکه احتجاج کوی او غوښتل يې چي راټول سوي هيوادونه د روانې پېړۍ لپاره د 1.5 درجو سانټي گراډو پوله کښيږدي. خو دغه احتجاج بيا هم د وروستۍ پرېکړي مخ ونه نيولای سوای چي د هغو ټاپو هيوادونو لپاره د نوو هيلو معنا لري چي د قطبينو د يخيانو د ويلي کېدو له امله ښايي به بشپړه توگه ډوب سي.
په ځانگړې توگه دغه خبره په کانفرانس کي ومنل سول چي د کوپنهاگن په غونډه کي د توليد کوونکو هيوادونو لخوا تر سره سوې ژمنې کفايت نه کوي چي د 2 درجو سانټي گراډو پوله وساتل سي. له همدې وجې بايد د فضا لپاره د زهرجنو گازونو د اخراج کچه لا زياته ټيټه کښېښودل سي. هغه له دې وجې ولي چي توليد کوونکي هيوادونو د کاربن ډای اکسايډ گاز په لوړه کچه د اخراج تاريخي مسؤليت لري.
خو په دقيقه توگه مکلفيتونه په غاړه وا نه خيستل سول. ولي چي ښايسته خبري کول آسانه دي خو د هغوی د عملي کولو پر وخت خاموشي وي. زيات خلک اوس دا نظر لري چي د چاپيريال ساتنۍ نړۍ وال کانفرانسونه اوس په نړۍ والو اقتصادي کانفرانسونو بدل سوي دي. د المان د چاپيريال ساتنې وزير نوربېرټ روټگن هم په ډاگه دغه حقيقت مني.
په ښکاره خو ټوله پر مختللي هيوادونه و شاته پاته هيوادونو ته د ټېکالوجۍ د انتقال خبري کوي خو هغه څه ته تر اوسه پام ندی سوی چي حتی 40 کاله تر مخه د کارپوهانو لخوا وړاندي سوي وه. هغه دا چي د مځکې د کورې وسايل محدوده دي. خو دغه حقيقت تر اوسه پوري و نړۍ واله کانفرانسونو او په همدې ډول د ونډو وبازار ته لاره نه ده موندلې.
په ټوليزه توگه څوک ويلای سي چي دقيقه مسؤليتونه او مکلفيتونه په غاړه وانه خيستل سول او د ملگرو ملتونو دغه کانفرانس بهير وژغورل سو. خو د نړۍ وال چاپېريال ژغورنه لا پاته ده.
يېپسن هېله/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل