1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا: په ښوونځي کي ډزو لږ تر لږه ۴ ووژل

آژانسونه۱۳۹۴ بهمن ۳, شنبه

د کاناډا په يو ښوونځي کي د ډزو له کبله لږ تر لږه ۴ انسانان وژل سوي او دوه نور ژوبل سوي دي. د دغو ډزو ر شا لاملونه لا تر اوسه نه دي څرګند سوي.

https://p.dw.com/p/1HikT
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Mercredi

د کاناډا لومړی وزير جسټين ترودې د سويس په داؤس کي په نړیوال کانفرانس کي برخه وال دی. نوموړي په کاناډا کي په يو مکتب کي د ډزو پر موضوع يو خبري کانفرانس راوبلی او د پيښي معلومات يې ورکړل.

د ترودې په وينا يو ناپېژندل سوي کس په يو ښوونځي کي ډزې وکړې چي په نتيجه کي يې څلور انسانان ووژل سول او دوه نور ژوبل سول. د کاناډا لومړي وزير د خپل هيواد له پاره «د يوې بېرونکي او غمجنې ورځي» خبره وکړه. د آژانسونو د خبرونو له مخي ډزي کوونکی شخص نيول سوی دی.

د دغه ډزو خبر په لومړي ځل د رايټرز خبري آژانس په اروپايي وخت د ماخستن په ۱۰:۲۰ بجو ورکړ. په دغه خبر کي ويل سوي ول چي «د کاناډا په ساسکاچېوان کي په ښوونځي کي ډزي» سوي دي. د هغه وروسته د سي بي سي تلويزيون د ځايي چارواکو په حواله د دغې پيښي خبر ورکړ. هغه لومړي انځورونه چي په لومړي سر کي د ټويټر پر انټرنټ پاڼه خپاره سول، پکښي وضعه آرامه معلومېدله.

ښوونځي ۹۰۰ زده کوونکي لري

پوليسو د ښوونځي د شاګردانو پر مېندو او پلرونو ږغ کړی ؤ چي و ښوونځي ته د ورتلو هڅه ونه کړي. د ښوونځي دغه ودانۍ کلابنده کړل سوه. دغه ښوونځی د ساسکاچېوان په ايالت کي د ساسکاتون په شمال کي په ۶۰۰ کلومترۍ کي پروت لا لوچې په نوم سيمه کي واقع دی. دغه ليري پرته سيمه د بومي اوسېدونکو له پاره و ځانګړې سيمه ريزروات «کلېر واټر ريور ډېن» سره پوله لري. دغه ښوونځي چي پکښي تر لسم ټولګي پوري صنفونه دي، تقريبا ۹۰۰ شاګردان لري.

لومړی وزير جسټين ترودې
لومړی وزير جسټين ترودېانځور: Reuters/R. Sprich

د یاد ريزروات مشر ټېډي کلارک و «سټار فونېکس» نومي سیميزي ورځپاڼي ته ويلي دي چي «د دغه ډول پيښو وروسته د سيمي خلک ډېر سره نژدې کيږي.» د هغه په وينا دغې پيښي د سيمي اوسېدونکو ته سخت تکان ورکړی دی. دا چي قربانيان کوم عمرونه لري، لا تر اوسه نه ده روښانه سوې.

د لسم ټولګي يو شاګر و سي بي سي تلويزيون ته ويلي: «زه له ښوونځي څخه وتښتېدم. هلته زياتو شاګردانو چيغي وهلې، د هغه تر مخه چي زه دباندي ووزم ما شپږ اوه ډزې واورېدې. فکر کوم چي د ښوونځي څخه زما د وتلو وروسته نوري ډزې هم وسوې.»

د ساسکاچېوان د ايالتي حکومت رئيس برېډ وال د پيښي وروسته په خپله لومړۍ اعلاميه کي ويلي دي: «به لا لوچې کي د ننۍ بېرونکي پيښي له کبله د خپلو اندېښنو او تکان په تړاو زه الفاظ نه لرم چي تشريح يې کړم. زما فکر او دعاوي د قربانيانو، د هغوی د کورنيو او د هغوی د دوستانو او د دغي سيمي د ټولو اوسېدونکو سره مل دي.»