1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا د مهاجرو د انتقال په برخه کي ستونزي لري

۱۳۹۴ دی ۴, جمعه

د کاناډا نوي حکومت له سوريې څخه د لسو زرو پلان سوو مهاجرو د انتقال په برخه کي ستونزي پيدا کړي. د پلان له مخي دغه مهاجر بايد د روان کال تر پايه پوري کاناډا ته انتقال سوي وای.

https://p.dw.com/p/1HTZ7
انځور: picture alliance/NurPhoto/A. Shivaani

د «گلوب اند مايل» ورځپاڼي د راپور له مخي د کاناډا د مهاجرو وزير جان مک کالوم، د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چي د دغه شمېر مهاجرو د انتقال له پاره ډېرو پروازونو ته اړتيا ده چي امکان نه لري.

هغه په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي دي چي دوی اوس «د جنت او دوږخ تر منځ دي». له هغه وخت راهيسي چي په کاناډا کي (د نوامبر مياشتي ۴مه) د جاستين ترودو په مشرتوب ليبرال حکومت جوړ سوی دغه هیواد ۲۴۰۹ سوريايي مهاجر منلي دي.

له سوريې څخه کاناډا ته د مهاجرو د انتقال پروسې وزير ويلي دي چي د کال تر پايه له سوريې څخه د پاته مهاجرو د انتقال له پاره ۲۵ الوتکو ته اړتيا ده چي په هره یوه کي به ۳۰۴ کسان انتقاليږي.

خو هغه ويلي دي چي د دې امکان ډېر لږ دی چي په دغه تعداد الوتکي دي دوی په اختيار کي ولري.

کاناډا حتی په پلان کي لرل چي د ۲۰۱۶م کال تر شروع پوري ۲۵۰۰۰ سوريايي مهاجر ومني. خو وروسته بيا دغه شمېر د راتلونکي کال تر فيبرورۍ مياشتي پوري وټاکل سو.