1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کام بخش په شل کاله بند محکوم سو

۱۳۸۷ مهر ۳۰, سه‌شنبه

د بلخ پوهنتون د ژورناليږم پوهنځۍ محصل چي اسلام ته د سپکاوي په تور د 2007 ميلادي کال د اکتوبر دمياشتي راهيسي بندي دی نن په اوږده بند محکوم سو

https://p.dw.com/p/FeHW
د بلخ پوهنتون د ژورناليږم پوهنځۍ محصيل پرويز کام بخش
د بلخ پوهنتون د ژورناليږم پوهنځۍ محصيل پرويز کام بخشانځور: DW/Ratbil Shamel

دافغانستان د استيناف دیوې محکمي له خوا افغان ژورناليست پرويز کام بخش په دې تور چي ګواکي دين ته يې سپکاوی کړی وي په شلو کالو بند محکوم سوی دی .

کامبخش په لمړۍ محکمه کي په همدې تور په اعدام محکوم سوی و، خو اوس ددوهمي محکمې له خوا دعدام څخه بچ سوی . دمحکمې درې تنو قاضیانو، وروسته له دې چي په دغه فقره کي يې دشاهدانو شاهدي اوريدلې نن خپله پريکړه اعلام کړي.

چي له مخه يې کام بخش په شل کاله بند محکوم سوی

پرويز کام بخش د 2007 ميلادي کال د اکتوبر دمياشتي راهيسي بندي دی. نوموړی دبلخ په پوهنتون کي دژورناليزم تحصیل کاوه .دی دڅارنوالۍ له خواپه دې تور نیول سوی و چي دانټرنيټ څخه يې د آیات زن ستيزي په نامه پاني چي ليکونکی يې یو ايرانی ليکوال و، ايستلی او هغه يې تکثير کړی دی.