کامرون: بریدونه زمونږ کار نه اغیزمنوی
۱۳۹۰ مرداد ۲۸, جمعهپه کابل کې د بریتانیا پر فرهنګي مرکز یا بریتش کونسل، د برید په ټکولو کی په افغانستان کې د نوي زیلاند مېشت ځواکونو مرسته وکړه. لومړي وزیر کامرون وویل چې هغه د نوي زیلاند له لومړي وزیر سره خبرې کړي او په دې باب يي ور څخه مننه کړې ده.
د برتیش کونسل باندی په نني برید کې اته کسانو څپل ژوند له لاسه ورکړ. د پیښی څخه وروسته دیوید کامرون خبریالانو ته وویل چې دا پیښه به د هغه د هیواد پر هغو مهمو فعالیتونو چې په افغانستان کې يې تر سره کوي کومه اغیزه و نه لري.
هغه وویل: « بې له کوم شکه دا یوه غمجنه او بزدلانه پېښه ده، خو په افغانستان کې زمونږ پر مهمو او ژوند پښوونکو فعالیتونوکومه اغیزه و نه لري.»
کامرون زیاته کړي چي دا پیښه به په افغانستان کي د بریتانیا هغه هڅي چي غواړي دغه هیواد ته سوله او ثبات راولی اغیزمنی نه کړي.
بریتانیا د امریکا څخه وروسته دویم هیواد دی چې په افغانستان کې تر ټولو ډیر ځواکونه لري. اوس مهال په افغانستان کې څه نا څه 9500 بریتانوي پوځیان مېشت دي.
کامرون د دې خبرې پخلی هم وکړ چې د بريدکونکو په وژلو کې د نوي زیلاند ځانګړو ځواکونو له افغان پوځیانو سره مرسته کړې. هغه وویل: «ما د نوي زیلاند له لومړي وزیر سره هم خبرې وکړې او له هغه څخه مې د دغه هیواد د سرتیرو له زړورو هڅو څخه چې ننی برید یی وټکاوه، مننه وکړه.»
د بریتانې لومړي وزیر د وروستې برید په له منځه وړلو کې د افغان امنیتې ځواکونو د وڼډې ستاینه وکړه.
د نوموړی حملی مسوولیت طالب ياغيانو په غاړه اخیستی دی. د دغه برید په ترڅ کی یاغيان دغه مرکز ته ننوتل او د څه نا څه اته ساعتونو لپاره يې جګړه وکړه.
دا برید د افغانستان د خپلواکی د لمانځني په ورځ تر سره شو. برتیش کونسل نه یواځې په افغانستان باکه په توله نړی کی په فرهنګی فعاليتونو بوخت دی، د دغو فعاليتونو یوه برخه د انګریزی ژبی تدریس دی.
د بریتانیا د سفارت یوه چارواکي، مارتین دیوید سن، وويل چې د برید په دوران کې درې بریتانویان، دوه ښځینه ښونکې او یو نارینه ساتونکی د بریتانیا د سفارت د فرهنګي څانګي دننه بند پاتې شوي ول چې وروسته بیا وژغورل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم