1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کامرون: افغان ځواکونه نور هم پياوړي سوي دي

مسعود جهش (dpa)۱۳۹۱ دی ۱, جمعه

د انګلستان لومړي وزیر دیوید کامرون، تر کریسمس مخکې په افغانستان کې له خپلو سرتیرو سره وکتل. هغه له خپل دې سفر سره پر افغان ځواکونو باندي خپل اعتماد ښکاره کړ او له دې هیواد څخه يې د خپلو ځواکونو د وتلو د پلان ملاتړ وکړ.

https://p.dw.com/p/177gN
انځور: AP

کامرون د پنجشنبې په ورځ په هلمند ولایت کې د خپل هیواد د ځواکونو له یوې اډې څخه لیدنه وکړه. هغه خبریالانو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو تر هغه څه چې فکر يې کیده خپلې دندې په ښه ډول سره ته رسولي دي دي. هغه زیاته کړې ده چې دغو ځواکونو دا خبره ثابته کړې ده چې د خپل هیواد د ساتنې ظرفیت لري.

تر دې مخکې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه د بهرني جنګي ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي، افغان ځواکونو اوس هم د خپل هیواد د يو شمیر ولایتونو امنیتي مسوولیتونه په بشپړه توگه پر خپله غاړه اخيستي دي.

کامرون دغه راز د خپل هیواد د هغه پلان ملاتړ وکړ چې له مخې به یې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې میشت نیمایي بریتانیاوي سرتیري له دې هیواد څخه ووځي. بریتانیا ويلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې به په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر له ۹۰۰۰ تنو څخه ۵۲۰۰ تنو ته راکم کړي.

کامرون پر دې خبره ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتل د بریا له مخې تر سره کیږي نه د ناکامیو له مخې. هغه وویل چې اوس په افغانستان کې ځواکونو د کمولو له پاره په کافي اندازه پوځي لاملونه موجود دي.

دیوید کامرون ویلي دي چې په ۲۰۰۱ کال کې د دې خبرې د مخنیوي له پاره چې افغانستان د ترهګړو په یوې اډې باندي بدل نه شي، پر دې هیواد باندې د پوځي برید کولو پریکړه یوه ښه پریکړه وه. هغه زیاته کړه: «اوس دغه ځای [افغانستان] د هغه په پرتله ډیر ښه شوی دی، چې موږ په ۲۰۰۱ لومړي کال کې د لومړي ځل له پاره دلته راغلو.»

کامرون لومړي له کمپ بستن او بیا له یوه بل وړوکي کمپ چې برایس نومیږي لیدنه وکړه. هغه له خپلو سرتیرو سره یوځای تر کریسمس مخکې مذهبي مراسم تر سره کړل. هغه له خپلو سرتیرو سره میزي فوټبال هم وکړ او د دوو کولو په خوړلو سره د لوبې بایلونکی شو.