1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټولي ډلي امتياز غواړي

۱۳۹۰ دی ۲۰, سه‌شنبه

له هغه وروسته چي طالبانو تيره اونۍ په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چي له متحده ايالاتو سره په قطر کي د يوه دفتر د پرانيستلو په اړه يوې موافقې ته رسېدلي دي، د افغانستان په دننه او د باندي کي ئې بېلابېل غبرګونونه را وپارول.

https://p.dw.com/p/13h9Y
«دوی د افغانستان د خلکو استازيتوب نه سي کولای»
«دوی د افغانستان د خلکو استازيتوب نه سي کولای»انځور: Reuters

په همدې ترڅ کي د افغانستان د شمالي ټلوالي يو شمير غړو د دوشنبې په ورځ د آلمان په پلازمېنه برلين کي له څلورو امريکايي سناتورانو سره يوځای د افغانستان د سولي د بهير په وړاندي خپل مخالفت اعلان کړ.

دا په داسي حال کي ده چي اوس ټول دې نتيجې ته رسېدلي دي چي په افغانستان کي سوله د خبرو له لاري راتلای سي نه د جنگ.

د افغانستان د ملي جنبش د ګوند مشر، عبدالرشيد دوستم، د ملي وحدت ګوند مشر، حاجي محمد محقق، د افغانستان د ملي جبهې مشر، احمد ضيا مسعود، او د افغانستان د ملي امنيت پخوانۍ مشر، امرالله صالح د آلمان په برلين ښار کي له څلورو امريکايي سناتورانو سره تر ليدني وروسته يوه اعلاميه خپره کړې ده او د افغانستان د سولي د ميکانزم په اړه ئې خپله انديښنه ښوولې ده.

له يو شمېر افغانانو سره دا انديښنې را پيدا سوي دي چي گويا اوس يوار بيا هغو کسانو ته واک ور کول کيږي، چي د ډيرو بشري حقونو د سازمانونو له خوا په جنگي جنايتونو او ډله ييزو وژونو تورن سوي دي.

کارپوهان وايي، چي دغه ډول خبري اتري د افغانستان ستونزه نه سي حلولای. د افغانستان د چارو کار پوه آلمانۍ پروفيسر يوخن هيپلر وايي چي طالبان اوس يوازي د دې له پاره سولي ته چمتوالی ښوولی چي ښکاره کړي چي د دوی مقاومت اوس د نړيوالو له خوا په رسميت پيژندل شوی دئ.

د هيپلر په خبره آلمان غواړي د افغانستان د سولي په بهير کي ښه نقش ولوبوي او له همدې کبله که له يوې خوا له طالبانو سره په قطر کي د دفتر د پرانيستلو په اړه مرسته کوي له بلي خوا په برلين کي د دغي طرحي مخالفيونو ته هم د نظر د ورکولو موقع ورکوي.

هغه وايي آلمان غواړي د سولي په بهير کي د ټولو نظرونه را واخلي.

خو افغان کارپوه، حبيب الله غمخور، بيا وايي چي د افغانستان دغه پخوانۍ پيژندل سوي څېرې له دې بيره لري چي له طالبانو سره د سولي په صورت کي به دوی له صحنې څخه ګوښه شي.

غمخور وايي چي امريکايي سناتورانو بايد د افغانستان له اصلي استازو سره د هغه هيواد په دننه کي ليدلي وای. هغه زياتوي چي امريکا د افغانستان په وړاندي يو مشخص دولتي دريځ نه لري. د غمخور په خبره د افغانستان په سياسي صحنه کي بايد ټولي ډلي ګډون ولري:

«دغه کسان چي په برلين کي د سولي له پروسې سره خپل مخالفت ښکاره کوي، دوی د افغانستان د خلکو استازيتوب نه سي کولای. دوی د شمالي ټلوالي غړي دي چي پخپله هم په ډيرو جنايتونو تورن دي.»

ښاغلی حبيب الله غمخور وايي دا چي د افغانستان دولت اوس د سولي په بهير کي ښکېل نه دئ، دا د دغه دولت ضعف ښکاره کوي. د ده په خبره افغان حکومت و نه توانيدی چي د سولي په شورا کي داسي کسان شامل کړي چي و کولای سي له طالبانو سره سوله وکړي:

«د افغانستان د سولي په شورا کي بايد داسي کسان وای چي دا وړتيا ئې درلودای چي د افغانستان کليو ته ئې سفرونه کړي وای.»

د دغه افغان کارپوه په اند د افغانستان د اوسنۍ شخړي د حل له پاره بايد افغان حکومت يو مشخص دريځ غوره کړي. هغه زياتوي چي د دولت مخالفين هم بايد د سولي له پاره داسي شرطونه چي عملي نه وي تعين نه کړي او د يوه معقول اپوزيسيون په توګه بايد د خبرو اترو مېزته کښېني.

هغه زياتوي چي نړيواله ټولنه او افغان حکومت هم بايد د تيرو کلونو برياوي له ګواښ سره مخامخ نه کړي.

پروفيسر يوخن هيپلر په دې اند دئ چي په افغانستان کي يوازي هغه وخت سوله راتلای شي چي په دغه هيواد کي يو مستقل او له خلګو څخه جوړ حکومت منځ ته راسي.

مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل