1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د ملا محمد عمر ساتنه جرم دی

۱۳۹۰ مرداد ۱۵, شنبه

د سیاسي چارو یو شمیر شنونکې د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر، ساتنه او له هغه سره د غیر مسولو کسانو له لوري د افغانستان د برخلیک په باب هر راز مخامخ اوپټي خبري اتري جرم بولي

https://p.dw.com/p/12CDH
د طالبانو د ډلي مشر، ملا عمر
د طالبانو د ډلي مشر، ملا عمرانځور: AP

یوازی څو ورځی وړاندي د پارلمان یوې وکیلې ادعا وکړه چې ملا محمد عمر د دې په کور کي دی. د غزني له ولایت څخه په پارلمان کې وکیلې، هما سلطاني، ادعا کړي چې ملا عمر له دې سره اړیکه لري او له څه مودې را پدې خوا په کابل کې د دې په کور کې اوسیږي.

هما سلطاني څو څو ځله دغه مسله له رسنیو او د ملي شورا په عمومي غونډو کې مطرح کړي خو تر اوسه پوري حکومت او په خاصه توګه ولسمشر کرزي چې له کلونو راهیسي د ملا عمر د ځای د موندلو په لټه کې دی دي مسلې ته جدي بڼه نده ورکړي.

میرمن سلطاني وایې دې ولسمشر ته پیغامونه استولي چې ملا محمد عمر د سولې خبرو ته حاضر دی خو په دې شرط چې د هغه خوندي توب تظمین سي خو ولسمشر کرزي پرې غوږ ندی ګرولی.

ملا محمد عمر چي یو شمیر خلک یې اوس حتی موجودیت ته هم د شک په سترګه ګوري د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته تری تم سوی او تر اوسه پوري یې یوازي له کتبي پیغامونو پرته چې هغه هم د طالبانو پر ویب پاڼو خپریږي نور څه عام محضر ته ندي را وتلي.

د هغه په مرګ او ژوند لوی انعام ایښودل سوی او د امریکې متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو نوموړی په خپلو تورو لیستونو کې هم ځای کړی دی.

هما سلطاني وایي چي ملاعمر له څه مودې را پدې خوا په کابل کې د دې په کور کې اوسیږي
هما سلطاني وایي چي ملاعمر له څه مودې را پدې خوا په کابل کې د دې په کور کې اوسیږيانځور: DW

خو له کله راهیسي چې میرمن سلطاني د ملا عمر د ساتلو خبره را برسیره کړي یو شمیر خلک چې دغه خبري یې اوریدلي په دې مسلې یې بیلا بیل غبرګونونه را پاریدلي دي.

خو د ملي امنیت ادارې ویاند، لطف الله مشعل، وایې چې ملا محمد عمر په هیڅ وجه هم په افغانستان کې نه دی.

مشعل وایې ملا عمر په پاکستان کې او هغه هم په کوته کې دی چې د پاکستان د پټ څاري ادارې تر کلک نظارت لاندی ساتل کیږي.

خو ایا په کابل کې د ملا عمر د شتون خبره له حقوقي پلوه څه ډول یو عمل دی.

د کابل د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي ښونکی، سید جلال، وایې د عامه ذهنیتونو مخشوشول او په اندیښني کې د خلکو اچول په خپله یو جرمي عمل دی.

سید جلال دویچې ویلي ته وویل که چیرته دا ثابته سي چې ملا عمر د میرمن سلطاني په کور کې ندی نو بیا باید هغه مجازات سي.

سید جلال له مجرمو کسانو سره د ولسي خلکو او حکومتونو نیکې اړیکي یو جرمي عمل بولي چې باید نه په پټه او نه په ښکار ټینګي سي.

نوموړی د ولسي جرګې د غړي، هما سلطاني، له لوري د ملا عمر د ساتلو خبره یوه تشه ګنګوسه بولي او دا په ټولنه کې د ځان د مطرح کولو یوه پلمه ارزوي.

په همدې حال کې طالبانو هم دغه څرګندوني چې ګواکي د دوي مشر په کابل کې دی رد کړي دي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش