کارپوهان د خصوصي امنيتي کمپنيو تړل ناشوني بولي
۱۳۸۹ مرداد ۲۶, سهشنبهجمهورريس کرزی پلان لري، چي د روان عيسوي کال تر پايه پوري ټولي ۵۲ خصوصي امنيتي کمپنۍ چي پکښي شاوخوا ديرش زره کسان کار کوي وتړي.
کرزي د فيبرورۍ په مياشت کي د تحليف د مراسمو پر مهال ژمنه کړي ول چي، د دووکلونو په ترځ کي به دغه خصوصي امنيتي کمپنۍ په بشپړه توګه بندوي او اوس داسي ښکاري چي نوموړی په دغه اقدام سره ولس ته خپله ژمنتيا ثابتوي.
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر تيره ورځ د کرزي دغه ضرب العجل بربنډکړی.
«خصوصي امنيتي شرکتونو ته څلورمياشتي ضرب الاجل ټاکل کيږي، چي د راتلونکو څلورو مياشتو په ترځ کي به منحليږي. دا به د يوې لړۍ په اساس کيږي.»
د سياسي چارو کارپوهان په دي باور دي چي، په اوس وخت کي داسي ځواک نه سته چي د دغو کمپنيو تشه ډکه کړي.
امنيتي خصوصي شرکتونه د پيسو په بدل کي پر خطرناکو لويو لارو د ناټو د لوژستيکي کتارونو بدرګه کوي، سفارت خاني، بډايه سياست وال، ډيپلوماټيک او سوداګريز مراکز ساتي.
کرزی په تيرو څو کلونو کي د ولسونو تر سخت فشارلاندي دی چي بايد دغه خپل سري شرکتونه وتړي.
تيره مياشت د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ وسلوالو کابل ته څيرمه څلور ولسي افغانان په ډزو سره ووژل.
د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي وايي د خصوصي کمپنيو په بشپړه توګه لغوه کول معقول کار ندی، ځکه چي افغان سرتيري په هغه کچه نه دي چي د امنيتي کمپنيو د وسله والو کسانو دندو ته اوږه ورکړي.
ښاغلی سعيدي وايي چي د پيسو مسله هم له پامه نه سي غورځول کېدای، ځکه د حکومتي عسکرو او خصوصي کمپنيو د سرتيرو د امتيازاتو ترمنځ لوی توپيرليدل کيږي.
خو يو شمير کابل ښاريان بيا د کرزي د دغي پريکړي هرکلی کوي. يو تن چي د خپل نوم د ښودلو څخه ډه ډه کوي وايي:
« کرزي صاحب دا ښه کار کړی دی. چاته نه معلوميږي چي دا څوک دي ته به وايي چي پوليس دي هغه طالب وي يا سړی فکر کوي چي دا د امنيتي کمپنۍ وسلوال دي هغه بل څوک وي. په دې کي د پوليسو نوم هم بد دی د نورو دا هم، نو دا ښه کار دی چي يوه امنيتي قوه وي.»
د کورنيو چارو وزارت چي دغو کمپنيو ته يي د فعاليت جوازونه ويشلي دي وايي چي تر اوسه پوري ددوﺉ سره ۲۵ کورنۍ او ۲۷ بهرنۍ امنيتي کمپنۍ راجستر سوي دي.
د وزارت يوې سرچيني نن آلمان ږغ راډيو ته وويل چي، دوﺉ په ډيرو مواردو کي د دغو کمپنيو کړني تر کنټرول لاندي نه سي راوستلای.
ځيني افغانان وايي چي د وطن رسک منجمينت امنيتي کمپنۍ او ان ال سي امنيتي کمپنۍ چي د نورو په پرتله ډيري مشهوري دي په لوړ پوړو افغان دولتي چارواکو پوري اړه لري. هغه تور چي مشخص افغان چارواکي يي نه مني.
کرزي وروسته تر هغه د دغو کمپنيو د تړلو امر وکړ چي هغه ويره څرګنده کړه چي دغه کمپنۍ په ځينو مواردو کي له ترهګرو او غلو سره ملګري دي او په يو شمير سيمو کي د خپلو کتارونو د خوندي تيريدو په بدل کي طالبانو ته بډي ورکوي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل