1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: امریکا باید په پاکستان کې د طالبانو ځالې دړې وړي کړي

۱۳۸۹ آذر ۲۷, شنبه

د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتیژۍ د ارزونې خپریدو د افغان کارپوهانو بیلا بیل غبرګونونه را پارولي دي.

https://p.dw.com/p/QfDY
انځور: DW

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ستراتیژۍ له ارزونې وروسته ویلي چې امريکايي پوځونو او د هغوی ملګرو په افغانستان او پاکستان کې د القاعده ډلې عمليات ګډوډ کړي دي. په دغې ارزونه کې ويل شوي چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د شمیرې په زیاتوالي سره د طالبانو خوځښتونه ځپل سوي خو لا هم ډیرو هڅو ته اړتیا ده .

خو د سیاسي چارو یو شمیر شنونکې په افغانستان کې د اوباما له لوري په یادو سویو پرمختګونو نیوکه کوي. هغوي وایې، که له یوه لوري د افغانستان په یو شمیر سویلي ولایتونو کې د پوځي عملیاتو په تر سره کیدو څه نا څه اورپکې ځپل سوي خو بر عکس هغوي شمالي ولایتونه ته مخه کړې او هغه سیمې چې یو مهال خوندي بلل کیدې، نا امنه کړي دي.

کارپوهان ټینګار کوي، تر هغو چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ځالي و نه ځپل سي په افغانستان کې به بریالي توب ستونزمن وي. د سیاسي چارو شنونکی او د حقوقو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی :

«ټول هغه ترهګر ګروپونه چې په پاکستان کې دي هغه باید وځپل سي، په داسي حال کې چې پاکستان د هغوي په خوندې ساتلو کې خپلي ګټي ویني، دا ستراتیژیک اختلاف دی، که چیرې امریکا هغه امتیازات چې پاکستان ته یې ورکړي، ودروې، او په دغه ملک په پوځي او ديپلوماتیک اړخ فشار راولي نو پاکستان به مجبور وي چې د امریکا له ګټو سره ځان همغږی کړي».

خو د سیاسي چارو بل کارپوه احمد سعیدي بیا په دې اند دی چې اوباما غواړي د افغانستان په اړه د خپلې ستراتیژۍ په بیا کتنه خپل ولس اونړۍ وغولوي. نوموړی وایې اوباما په خپل دې کار سره هڅه وکړه چې نړۍ ته وښیې چې په افغانستان کې پرمختګونه سوي دي په داسي حال کې چې د سعیدي پر وینا هر څه بل ډول دي:

«په امریکا او اروپا کې د جکړې ضد روحیه زیاته سوي، امریکا اړ ده چې خپلو خلکو اونړۍ ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې په جګړه کې کمی راغلی، که وګورو چې د سویل په یو شمیر سیمو کې جګړه لږ سوي خو بر عکس په شمالي سیمو کې جګړې پراخوالی موندلی».

سیاسي کارپوهان وایې په دې سره سره چې پر طالبانو اوالقاعدې په تیرو څو میاشتو کې مرګوني ګزارونه سوي خو امریکايي ځواکونه ندي توانیدلي چې د بلواوو او بریدونو د مخ پر زیاتیدونکې څپې مخه ونیسي.

ښاغلی ستانکزی وړاندیز کوي چې باید د پاکستان او امریکا تر منځ په ستراتیژیو کې همغږۍ رامنځ ته سي که نه نو دا کار به د سیمې د لا بې ثباته کولو سربیره د پاکستان د ویشلو لامل سي:

«که چیرې همغږي رامنځ ته نسي، بر سیره په دې چې په سیمه کې به جګړه اوږده سي، د پاکستان د تجیزې مسله مطرح کیږي، د پاکستان د بې ثباتۍ مسله مطرح کیږې او په ټوله کې د پاکستان پرمختګ په ټپه دریږي».

خو د سیاسي چارو بل مبصر مطیع الله خروټي بیا د افغانستان او پاکستان لانجه تر هغه څه ډیر پیچلي بولي چې په اړه یې فکر کیږي. نوموړی په دې اند دی چې پاکستان په کشمیر کې له هند سره د خپلې رواني لانجې غچ په افغانستان کې له نړیوالو اخلي نو ځکه دغلته حالت له کړکیچونو سره مخ دی:

« د حل یوازنۍ لاره دا ده چې نړیواله ټولنه باید پاکستان په دې متقاعد کړي چې، هغه جګړه چې پاکستان یې په کشمیر کې له هند سره لري د هغې جګړې غچ په افغانستان کې وانخلي».

د امریکا ولسمشر په داسي حال کې په افغانستان کې د خپلې ستراتیژۍ د اروزنې بیا کتنه خپره کړي چې روان کال د طالبانو له پرزیدو را وروسته بهرنیو سرتیرو ته ټولو نورو هغو خونړۍ بلل سوی.

کارپوهان وایې چې که څه هم اوباما د افغانستان لپاره په خپله ستراتیژۍ بیا کتنه کړي، خو دا چې په ستراتیژۍ کې له طالبانوسره په خبرو ډیر ټینګار ندی سوی دا یوه لویه ستونزه او د جګړې د پراخیدو لامل بلل کیږي.

هغوي دا هم وایې چې د افغانستان وضیعت د تیرو کلونو په پرتله ځکه خراب سوی چې اوباما د افغانستان په اړه په خپله نوې ستراتیژۍ کې د دغې خاورې ټولنیز او سیاسي جوړښتونو ته دقیق پام ندی کړی.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی