1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: افغان امنيتي ځواکونه ددې جوگه نه دي چي د خصوصي امنيتي کمپنيو تشه ډکه کړي

۱۳۸۹ مرداد ۲۰, چهارشنبه

افغان دولت په يوه بې ساري اقدام کي غواړي ټولي خصوصي امنيتي کمپنۍ چي د ملک دننه فعاليت کوي وتړې.

https://p.dw.com/p/OiTz
دمګړۍ هغه کسان چې په دغو کمپنيو کې کار کوي د پوليس سرتيرو په پرتله يې تنخوا ډيره ده.
دمګړۍ هغه کسان چې په دغو کمپنيو کې کار کوي د پوليس سرتيرو په پرتله يې تنخوا ډيره ده.انځور: picture-alliance/ dpa

د رواني اونۍ په لومړۍ ورځ ولسمشر کرزي دغه کمپنۍ چي د ځينو مشري يې بهرنيانو او د ځينو يې افغانان کوي شر زيږونکي وبللې.

کرزي ويلي چي، د دغو کمپنيو کسان د ورځي غله او د شپې له خوا هم له ترهګرو سره ملګري دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چي، دمګړي شاوخوا ۵۲ امنيتي کمپنۍ په هيواد کي فعاليت لري چي، څه باندي نيمايي يې د بهرنيانو او نوري يې د افغانانو دي.

دغه کمپنۍ پر لويو لارو د ناټو د لوژستيکې کتارونو ساتنه کوي او په ځينو مواردو کې په ښارونو کي د بهرنيو ميلمستونونو، بانکونو، سفارت خانو او نورو ډيپلوماټيکو ساحو ساتنه هم ور په غاړه ده.

د ولسمشر وياند وحيد عمر د سې شنبې په ورځ وويل چې حکومت ژمن دي چې دغه کمپنۍ به تړې او ډير ژر به ورته ضرب العجل وټاکي.

د عمر دوينا له مخې چې دمګړۍ له ديرشو څخه نيولې بيا تر څلويښتو زرو پوري کسان په دغو کمپنيو کي کار کوي او دوی داسي لاري چاري لټوي چي، د کمپنيو تر تړل کيدو وروسته دغه کسان د پوځ او پوليسو ليکو ته جذب کړای شي.

(( هغه پانګونه چي د دغو کمپنيو په ۳۰ يا ۴۰ زرو سرتيرو شوې که په افغان پوليسو وشي ډيره به اغيزمنه وي، په ډيرو مواردو کي تر پوليسو او ملي پوځ تر سرتيرو په دغو وسله والو سړو ډيره پانګونه کيږي)).

دمګړۍ هغه کسان چې په دغو کمپنيو کې کار کوي د پوليس سرتيرو په پرتله يې تنخوا ډيره ده.

خو د سياسي چارو شنونکي بيا په دې نظر دي چي له يوه مخه د ټولو امنيتي کمپنيو تړل به د ملک پر امنيتي حالت ناوړه اغيزه ولري.

د کورنيو چارو وزارت پخواني معين جنرال عبدالهادې خالدوايي چي، که دغه کمپنۍ وتړل شي د ناټو انتقالات به څرنګه کيږي، که ناټو خپل انتقالات په خپله وکړي او قوايې پر کوچنيو ګروپونو وويشل سي او دغه کتارونو بدرګه کړي په ټول هيواد کي به جنګ پيل شي او د هغوﺉ په وړاندي به نرم دښمن پيدا شي. اوس بايد يوازي هغه پينځه شپږ او يا لس کمپنۍ چي، قانون يې مات کړي وتړل شي او نړيواله ټولنه بايد د افغان دولت سره د قانون ماتونکو کمپنيو په تړلو کي همغږي شي)).

افغان دولت په داسي حال کي د خصوصي امنيتي کمپنيو پر فعاليتونو د بنديز لګولو پلان جوړوي چي د کابل – کندهار پر لويه لاره هره ورځ په ورته کتارونو چي د خصوصي امنيتي کمپنيو کسان يې بدرګه کوي د طالبانو له لوري مرګوني ګزارونه کيږي.

کارپوهان ګواښ کوي چي افغان کورني ځواکونه په روان وخت کي د دغو قافلو د ساتلو جوګه نه دي او دا به ګرانه وي چي افغان ځواکونه دکمپنيو د انحلال وروسته د هغوﺉ تشه ډکه کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی. زيارمل