1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان:پوځيان ولي د کندهار عمليات بې ارزښته گڼي

۱۳۸۹ آبان ۹, یکشنبه

که څه هم د کندهار د گټلو دپاره د جگړې پايلي ډېري مهمي او په افغانستان کي د روانې جگړې لپاره پريکړنده دي. خوبيا هم په واشنگټن او رسنيو کي د سولې خبري او د اداري فساد موضوعات تر تمرکز لاندي دي او ورته لومړيتوب ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/Pv3A
د کندهار ښار د شهدانو چوک
د کندهار ښار د شهدانو چوکانځور: DW

د اژدها د ضرب تر نوم لاندي روان عمليات د 2001 مېلادي کال راهيسي لومړي عمليات دي چي د طالبانو په روحاني کور کندهار کي تر سره کيږي.

ښايي روان منی وروستۍ موقع وي چي ناټو په جگړه کي د پرمختگ لپاره دومره زيات عسکر پر مځکه لري.

که ناټو وکولای سي چي د کندهار په جگړه کي بريا تر لاسه کړي نو دغه بريا به افغان حکومت او ناټو ته د سولې په ممکنه خبرو کي ډېر قوت وبخښي.

هغه پداسي حال کي چي د کابل تر څنگ په نړيواله توگه د سولي د خبرو ملاتړ زيات سوی دی ترڅو د افغانستان لس کلني جگړې ته د پای ټکی کښېښودل سي.

خو که طالبان پدې وتوانيږي چي په راتلونکي ژمي کي بيا هم ستر بريدونه تر سره کړي او يا هم ولس خلکو ته گواښ ورپېښ کړي نو دا به په افغانستان کي د اوږدې مودې لپاره د لوېديځوالو د پاته کېدو لېوالتيا لا زياته راټيټه کړي.

په واشنگټن کي د ستراتيژيک او بوديجوي چارو د تينک ټېنک يا اند خوني غړی ډېکوټا ووډ وايي چي د کندهار جگړه گټل به يو د يوه ډېر څرگنده پېغام مانا ولري.

ولي چي همدغه ښار د طالبانو تاريخي او روحاني کور دی او همدغه ښار د طالبانو د مقاومت زړه دی.

نوموړی زياتوي چي که لوېديځ ټلواله په کندهار کي ناکامه او پرشاتگ ته اړه سي نو بيا به ډېره جدي اړتيا رامنځ ته سي چي لوېديځ په افغانستان کي د خپلو منابعو او مقاصدو په هکله له سره جدي غور وکړي.

د اوباما لخوا و سويلي افغانستان ته د دېرشو زرو نوورو عسکرو لېږل د تېر دوبي خبره ده. خو له بلي خوا اوباما د 2011 م مېلادي کال د جولای څخه په افغانستان کي د خپلو عسکرو د لږولو د پېل ژمنه هم کړېده.

د کندهار د عملياتو د ستر اهميت سره سره بيا هم ناټو او امريکا تر اوسه پوري دا هڅه کړېده چي دغه عمليات ډېر مهم ونه ښيي. د دې تر څنگ دا هڅه هم کيږي چي داسي هيلي ډيري ټيټي وساتل سي چي د کندهار د برياو سره تړلي دي.

د کندهار عمليات د پېلېدو وروسته بربنډ سوي او تېره اونۍ د سيمي ستر قومندان وويل چي د دغو عملياتو پايلي به په راتلونکي جون يعني اته مياشتي وروسته څرگندي سي.

لوېديځ ځواکونه د هلمند د مرجې په عملياتو کي تر سختو نيوکو لاندي راغلي وه. ولي چي دوی پدغه سيمه کي د چټک پوځي پرمختگ او په سيمه کي د حکومت د ادارو د فعالېدو ژمنه کړې وه.

خو په د لومړيو برياو وروسته لوېديځوال بېرته په مرجه کي بېرته د يو شمېر کړکېچنو لکه غلچکي بريدونه او ورته کړکېچونو سره مخامخ دي چي د لوېديځو عسکرو حوصلې يې تر يوې کچي راټيټي کړي دي.

لوېديځوالو په مرجه کي د ترسره سوؤ تېروتنو څخه يو لړ تجربې تر لاسه کړې. يوه دا چي د کندهار په عملياتو کي يې د پروپاگنډ او معلوماتو د خپرولو په ډگر کي نوې لاره خپله کړه.

د دې څخه تر مخه چي دوی په کندهار کي جگړه پېل کړي دوی په لوړه کچه استخباراتي کار وکړی چي ورته دوی همکاري وايي. په ټاکلي ځايونو لکه ارغنداب کي هم د اصلي عملياتو د پېل څخه تر مخه بريدونه تر سره سوه.

د عملياتو د پايلو يوه بېلگه د کندهار په روغتون کي په جگړه کي د ژوبلو سوؤ کسانو د درملنې په شمېر کي زياتوالی هم دی.

پداسي حال کي چي د تېر مېلادي کال په اگست او سپتامبر مياشته کي د 500 کسانو درملنه سوې وه د روان مېلادي کال په اگست او سپتامبر کي تر 1000 څخه زيات د جگړې ژوبل تداوي سويدي.

خو په کندهار او هلمند کي د حکومت دارۍ د ښه کولو په هکله کړي ژمني ندي عملي سوي. او زيات خلک دا پوښتنه کوي چي لوېديځوالو تر اوسه څه کړيدي. د مرجې يو 30 کلن کښتگر خان جان د بېلگي په توگه وايي چي د کوم وخت راهيسي چي امريکايان دغه هيواد ته راغلي دي ده د ارامي ورځ نده ليدلې.

نوموړی وايي چي که څه هم د مرجې عمليات څو مياشتي ترمخه لا بريالي او ختم اعلان سوي وه خو اوس ددغې سيمي شاوخوا بيا طالبانو تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي.

په افغانستان کي د ناټو د پخواني قومندان سټېنلي ميکرسټل يو پخوانی سلاکار انډريو اېکسم بيا وايي چي اوباما پدې تلاښ کي ندی چي طالبان په مکارۍ سره مات کړي بلکه اوباما غواړي چي د طالبانو د عملياتو په سرات کي کمښت راولي او پدې توگه د افغان ځواکونو د روزلو لپاره وخت تر لاسه کړي.

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل