1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان:پاکستان بايد په خپل دريځ کي بدلو راولي

۱۳۸۹ آبان ۱۳, پنجشنبه

شنونکي وايي چي که چيري پاکستان په خپل دريځ کي بدلون را نه ولي د امريکا د متحده ايالاتو په ملاتړ د افغانستان د روغي جوړې په پروسه که به له تجريد سره مخامخ سي.

https://p.dw.com/p/Pxv3
انځور: AP Graphics/DW

د افغانستان د سولي د پروسې په هکله برتانوۍ او امريکايي ورځپانوته يو لړ رپوټونه رسيدلي دي چي افغان حکومت او طالبانو په دي وروستيو اونيو کي سره ليدلي دي او د سولي خبري اتري په پټه توګه رواني دي.

پاکستان تمه لري چي د افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د هغه يو ملګري حکومت رامنځ ته سي. واشنګتن او کابل هم دا مني چي د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کي سوله ممکنه نه ده.

خو د افغانستان او متحده ايالاتو حکومتونه پر پاکستان بشپړ باور نه لري، هغوی د دغه هيواد پوځي او استخباراتي دستګاوي تورنوي چي د افغان طالبانو تر شا ولاړدی او پر هغوی هغسي نفوذ ساتلی لکه چي د شوروي ضد مقاومت په دوره کي يې د مجاهدينو پر ډلو درلودی.

تيره مياشت کله چي د افغانستان د سولي عالي شورا دنده په غاړه واخيستله ترڅو د حکومت او د هغه د وسلوالو مخالفينو ترمنځ د سولي لپاره منځګړيتوب وکړي، د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د افغان حکومت له دې اقدام څخه هرکلي وکړی، خو وويل چي د هغه حکومت انتظار لري ترڅو افغان لوري د روغي جووړي د پروسې له جزياتو خبر سي.

که څه هم د سولي عالي شورا پاکستان، ايران او سعودي عربستان د هغو مسلمانو هيوادونو په جمله کي نيولي چي انتظار لري په دي پروسه کي پراخه ونډه واخلي. خو پاکستان کار پوه او مشهور ژورنالست رحيم الله يوسف زی هم دا مني چي اسلام اباد د سولي په دې پروسه کي يوازي په حاشيه کي ځاي لري.

يوسف زي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: «پاکستان بايد پوره احتياط وکړي. دا امکان لري چي په پاي کي هغه تش لاس راووزي.»

هغه وايي چي يو شمير افغان طالبان له پاکستان څخه ناهيلي سوي دي. يوسف زي په دې اړه له افغان طالبانو سره د 2011 کال د سپتمبر د يولسي نيټي څخه وروسته د پاکستان چلند ته اشاره وکړه او وويل: « ځنيي طالب قوماندانان ښايي د پاکستان له نقش سره خوښ نه وي. ځکه هغوی لا تراوسه په دې باور دي چي اسلام آباد د سپتمبر د يولسمي پيښي څخه وروسته هغوي سره خيانت وکړ او امريکايانو ته يي لاس ورکړ.»

افغان شنونکي او د طالبانو د بهرنيو چارو پخواني چارواکي، وحيد مژده هم په دې نظردی چي د پاکستان نفوذ مخ پر کمزوريدو دی.

هغه د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: «اوس طالبان د يو شمير نړيوالو ډلو ملاتړ څخه برخه من دي، دغه ملاتړهغوی ته د يو خپلواک غورځنګ بڼه ورکړې ده. پاکستان پوهيږي چي اوس پر طالبانو باندي هسي نفوذ نه لري چي يو وخت يې درلود.»

په عين وخت کي پاکستان د امريکا متحده ايالاتو له فشار سره هم مخامخ دی. متحده ايالات چي غواړي د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر کومه ځايه چي امکان لري، طالبان کمزوري کړي، د پاکستان په سرحدي سيموي کي د اورپکو پرهډو باندي خپل بريدونه تند کړي.

پاکستاني شنونکی امتياز ګل چي د قبايلو په هکله يو کتاب هم ليکلي او په سيمه کي وضعيت له نژدي څيړلی دی په دې عقيده دی، چي که چيري پاکستان له خپلو ګاونديو سره نژدي نه سي، د سيمي په لوبه کي بايلونکي دی.

هغه وايي: «ښايي امريکا يوه ورځ له سيمي څخه ووزي، خو زموږ ګاونډيان پاته کيږي، موږ بايد له افغانستان سره خپلي اړيکي ښيي کړو.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل