1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان:د طالبانو او حکومت تر منځ جوړجاړی ستونزمن ښکاري

۱۳۸۹ مهر ۱۵, پنجشنبه

د سولي د خبرو په اړه وروسته تر هغه د سياسي حلقو او ولسي افغانانو تر منځ ګنګوسي خپري سوې چي وړمه ورځ واشنګټن پوست ورځپاڼي خبر خپور کړ چي ګواکي په کابل د سولي پټي خبري رواني دي.

https://p.dw.com/p/PYax
د سولي پروسه هغه مهال پلي کيدای سي چي د جګړې ټولي غاړي په صداقت سره يو د بل وړانديزونو ته درناوي وکړي.
د سولي پروسه هغه مهال پلي کيدای سي چي د جګړې ټولي غاړي په صداقت سره يو د بل وړانديزونو ته درناوي وکړي.انځور: AP

واشنګټن پوست دا خبر د افغان او عربي سرچينو په استناد خپور کړي وو.

که څه هم د طالبانو د ډلي مشر ملا عمر او د دغي ډلي نورو مشرانو په وار وار ويلي چي په افغانستان کي به د بهرنيو سرتيرو تر شتون پوري د سولي خبرو ته غاړه کښېنږدي خو داسي ويل کيږي چي طالبان او افغان دولت اوس د يو بل تر يو شمير غوښتنو تير سوي دي.

دغي ورځپاڼي که څه هم د سرچينو نومونه نه وو په ګوتو کړي خو د څو ساعتونو په تيريدو يو شمير افغان ديپلوماتانو او معتبرو سياسي سرچينو له دويچه ويلي سره په خاصو خبرو کي دغه رپوټونه بي اساسه وبلل.

په پاکستان کي د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ سفيرعبدالسلام ضعيف تيره شپه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د سولي هيڅ راز خبري نه دي تر سره سوي، بلکي په کابل کي د يوه بهرني څېړندوی انستيتيوت له لوري يوه څيړن غونډه په لاره اچول سوي وه چي پکښي يو شميرعرب، پاکستاني او افغان سياست والو برخه لرله.

خو اوس کارپوهان په دي اند دي چي د سولي پروسه هغه مهال پلي کيدای سي چي د جګړې ټولي غاړي په صداقت سره يو د بل وړانديزونو ته درناوي وکړي.

د کابل د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي ښونکي وديرصافی وايي چي د سولي عالي شورا بايد د افغانانو فداکاريو ته په درناوي او صداقت سره د زړه له کومي د سولي لپاره هڅه وکړي او حکومت ته هم دا وړانديز وکړي چي په افغانستان کي د بهرنيو سرتيرو لاسونه غوڅ او ملي منافعو ته ژمن اوسي.

خو ښاغلي صافي په دي اند دي چي که چيري طالبان غواړي خپل پخواني شريعي نظام چي تر ډيره بريده د هغوی له لوري په خپله خوښه تعبير سوی وو پلي کړي بيا نو سوله نه سي راتلای.

صافی په دې اند دي چي افغانان هغه مهال سوله منلای سي او يوه ريښتيني سوله راتلای سي چي طالبان نور له خپلو پخوانيو هغو کړنو لاس پر سر سي چي خلک يي ځورول او شريعي اصول يي په خپله خوښه او ګټه تعبير کړی و.

ودير صافی په دې اند دی چي که چيری هغوی سولي ته په خپلو زړو مفکورو راځي بيا نو دا په دي معني ده چي هغوی حقيقي سوله نه غواړي.

د بلي خوا بيا عام افغانان له حکومت او طالبانو دواړو غواړي چي يو د بل غوښتنو ته غاړه کيږدي او افغانستان دي د پريدو لاس ته د لوېدو څخه وژغوري.

د کابل ښار يو تن اوسيدونکي:« موږ د طالبانو وروڼو او افغان دولت څخه غواړو چي د سولي خبرو ته غاړه کښېږدي او يو د بل خبري ومني، پرته له دي سوله نه شي راتلای».

خو د سياسي چارو کارپوه او د افغان پوځ متقاعد منصبدار عصمت الله غلجی بيا په دي اند دی چي د سولي خبري هغه مهال يو ځای ته رسيږي چي پر مخالفينو باندي فشار واچول سي او د هغوی د تمويل او تجهيز سرچيني وچي سي.

دا په داسي حال کي ده چي همدا نن د سولي عالي شورا لومړۍ غونډه د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په کابل کي جوړه سوه.

دغه شورا سولي ته د رسيدو د يوې لاري د موندلو لپاره څه موده وړاندي جوړه سوه.

افغان ولسمشر حامد کرزي د دغي شورا د لومړنۍ غونډي پرانيسته وکړه:

«د سولي عالي شورا يوه خپلواکه او خود مختاره شورا ده او نړيواله ټولنه په ټوله معني زموږ د دغه خوځښت ملاتړ کوي».

که څه هم تر اوسه وسله والو مخالفينو په رسمي ډول د سولي خبرو ته چمتو والی نه دی ښولی خو افغان دولت د ټولو ممکنه لارو چارو لټون پيل کړي چي له مخه يي د خپلو ناراضي مخالفينو سره يوې سولي ته رسيدلای سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل