1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارتر: د ټاکنو تر مخه به د طالبانو فعاليتونه نور هم ډير سي

۱۳۸۹ شهریور ۲۵, پنجشنبه

د برتانيې د پوځ جنګي قوماندان وايي چي په افغانستان کي به د ټاکنو د مخه د طالبانو زورزياتی نور هم زور واخلي.

https://p.dw.com/p/PDxF
نيک کارتر په کندهار کي تقريباً د ۳۰ زرو بهرنيو عسکرو قومانده په غاړه لري
نيک کارتر په کندهار کي تقريباً د ۳۰ زرو بهرنيو عسکرو قومانده په غاړه لريانځور: picture-alliance/dpa

برتانوي ورځپاڼه ګارډينز ليکي چي په افغانستان کي برتانوی تورن جنرال نيک کارتر باور لري چي په راتلونکو ورځو کي به طالبانو نور هم فعاله سي تر څو هڅه وکړي چي پارلماني ټاکني ګډوډي کړي.

هغه ويلي دي چي « موږ د سختو زورزياتيو انتظار لرو، په دې خاطر چي ياغيان غواړي هر هغه څه وکړي تر څو خلک د ټاکنو مرکزونو ته د ورتګ څخه را وګرځوي.»

د هغه په خبره، عسکرو يې د ياغيانو د هغه څه په اړه څرګندوني کړي چي څو واري يې خلک بيرولي دي چي په ټاکنو کي دي ګډون نه کوي.

نيک کارتر په کندهار کي تقريباً د ۳۰ زرو بهرنيو عسکرو قومانده په غاړه لري چي همدا اوس د ياغيانو په وړاندي په هر اړخيزه عملياتو بوخت دي.

په روان وخت کي د کندهار ولايت په ژړۍ، ارغنداب، پنجوايي او دامان ولسواليو کي د افغان او بهرنيو ځواکونو پراخ عمليات روان دي.

جنرال ويلي دي چي تر عيسوی اختره پوري به د کندهار او د هغه د شاوخوا سيمو اوسيدونکي د افغان او ناټو ځواکونو په امنيتي کړۍ کي ارم ژوند وکړي.

په افغانستان کي د پارلماني ټاکنو په رانږدې کېدو سره ملګرو ملتونو هم نن ويلي دي چي د هغه هيواد څخه خپل دريمه برخه کارکونکي ايستلي دي.

ګاردينز ورځپاڼه ليکي چي، د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي شتيفن ديميسترورا ويلي دي چي د طالبانو د هغه اعلاميې په خپر ولو سره چي غواړ پر ټلو هغو کسانو بريدونه وکړي چي په ټاکنو کي ګډون کوي دغه پريکړه کړې ده.

د هغه په خبره شاوخوا ۳۰۰ تنه کارکونکي د افغانستان څخه د باندي وتلي دي.

د تير کال د جمهوري رياست په ټاکنو کي د وسلوالو زورزياتيو په ترڅ کي د ملګرو ملتونو پنځه تنه کارکونکي ووژل سول.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم