کابل: په قطر کي د طالبانو له پاره دفتر نه دی پرانيستل سوی
۱۳۹۰ بهمن ۹, یکشنبهنيويارک ټايمز ورځپاڼي د څو پخوانيو طالب مشرانو له خولې ليکلي دي چې د طالبانو يو لوړپوړی پلاوی قطر ته رسېدلی دئ، چي خپل سياسي دفتر پرانيزي.
خو د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چي ددغه راز دفتر پرانيستلو په اړه اړينه ده چې د قطر او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبري وشي.
«تراوسه دفتر نه دئ پرانيستل سوی، د دفتر پرانيستلو له پاره مهم قدم دادئ چې د افغانستان دولت او د قطر دولت مستقيمي خبري اتري سره وکړي چې ددغه دفتر د رامنځته کولو په هکله يو تفاهم ته سره ورسيږي.»
په قطر کې د طالبانو له پاره د دفتر پرانيستلو خبره له هغه وروسته توده شوه چې وسله والو طالبانو هم په لومړي وار ددغه ډول يوه دفتر سره خپله موافقه اعلان کړه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د سولي خبرو ته ژمن دي، خو ټينګار ئې دادی چې دا خبري بايد د افغان دولت په مشرۍ ترسره شي.
دغه راز ددغه وزارت وياند د ستراتيژيکو همکاريو د هغو تړونونو په اړه هم مالومات ورکړل چې په دې وروستيو کي د افغان ولسمشر او يو شمېر اروپايي هېوادونو ترمنځ لاسليک شوي دي.
ولسمشر حامد کرزی دمګړی د اروپا په سفر بوخت دئ او په لړ کي ئې له ايټاليا، فرانسې او بريتانيا سره د ستراتيژيکو اړيکو تړونونه لاسليک کړل.
ښاغلي موسي زي دغه تړونونه د افغانستان د راتلونکي له پاره خورا مهم وګڼل. دی وايي چي دغه تړونونه به د قانوني پړاوونو د بشپړولو له پاره ملي شورا ته هم واستول شي.
«د قانون پر بنسټ ولسمشر دا صلاحيت لري چې له نورو هېوادونو سره موافقتنامې لاسليک کړي، خو دا بيا د پارلمان کار دی چي هغه تصويبوي که نه؟»
هغه زياتوي چې ددغو سندونو له مخي به ياد هېوادونه له افغانستان سره سياسي، فرهنګي، د پوهني، کرهڼي، لوړو زده کړو او نورو برخو کي اوږد مهاله مرستې کوي.
ټاکل شوې ده چي د افغانستان او امريکا ترمنځ هم د اوږد مهاله ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک شي خو داسي ښکاري چي په دغه سند کي د دواړو دولتونو ترمنځ اختلافي مسلې لا هم نه دي هوارې شوي.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل