1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: په ايران کي د طالبانو د دفتر مخالف يو

۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي هيڅ هيواد د دوی د حکومت بې اجازې حق نه لري، چي د وسله والو وخالفانو له پاره دفتر پرانيزي. دا په داسي حال کي ده، چي په ايران کي د طالبانو د دفتر پرانيستلو خبرونه خپاره سول.

https://p.dw.com/p/15kGp
انځور: DW

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۵) په کابل کښي په يوه خبره کنفرانس کي ددې موضوع په اړه وويل:«د افغان حکومت هيڅ يوې وسله والي مخالفي ډلي ته له افغانستان څخه دباندي د دفتر پرانيستلو اجازه نسته.»

هغه زياته کړه، چي د افغان حکومت مخالفه ډله ته يوازي هغه مهال د يوه دفتر د پرانيستلو امکان سته چي له افغان حکومت څخه موافقه تر لاسه کړې وي.

موسي زي وويل، چي په دې اړه د ايران له ديپلوماتيکو مراجعو څخه دوی ته هيڅ احوال نه دئ رسېدلی.

په ايران کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو خبر په داسي حال کي ورکول کيږي، چي افغان او امريکايي چارواکي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان د نظامي اړيکو پر سر په خبرو اترو لگيا دي.

تردې مخکي افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو له پاره په قطر هيواد کي د يوه سياسي دفتر د پرانيستلو هرکلی کړی وو.

خو د طالبانو له مشرانو سره د خبرو تر ناکامه کېدو وروسته دغه دفتر په قطر کي په رسمي توگه پرا نه نيستل سو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه راز له پاکستان سره د توغنديي بريدونو د بنديو پر سر د ديپلوماتيدکو تلاښونو د ناکامه کېدو خبر ورکړ او وئې ويل، چي نور نو ددې موضوع د حل له پاره يوې ملي مشورې ته اړتيا ده.

موسی زي په دې اړه وويل:«دا چي په دغه چار چوب کښي بايد د دواړو هيوادونو د اړيکو په اړه نور څه وسي، هغه څه دي، چي د بهرنيو چارو وزارت تر صلاحيت لوړ دي، او په دې اړه بايد له افغانانو سره گډ تصميم ونيول سي.»

افغان حکومت په دې تلاښ کي دئ، چي د دواړو هيوادونو د لوړپوړو امنيتي چارواکو په کچه په جلال آباد کي یوه غونډه جوړه کړي. خو پاکستان تر اوسه پوري دې اړه څه نه دي ويلي.

وياند زياته کړه، چي دغه جلسه تر اوسه پوري هم په اجندا کي سته. خو تر اوسه پوري ئې لا د جوړېدو نېټه نه ده معلومه.

د بلي خوا د افغانستان امنيتي چارواکي هيله لري، په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان آلن پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له دغه هيواد څخه وغواړي، چي د غه بريدونه بند کړي.

د پاکستان له خوا پر افغانستان باندي د توغنديو بريدونه ددې سبب سول، چي د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزيران له دندو گوښه سي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل