کابل: ملگري ملتونو دي زموږ په چارو کي لاس وهنه نه کوي
۱۳۹۰ مرداد ۲, یکشنبهافغان حکومت د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګۍ ته خبرداری ورکړی، چي د افغانستان په کورنيو چارو کي دي لاس وهنه نه کوي.
د لوي څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي، د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر مشر ستيفن ديمستورا ته، ځکه دوی خبرداري ورکړ، چي نوموړي په تيرو دوو اونيو کي د پارلمان له ۶۲ تنو درغلو وکيلانو سره څو څو ځله کتلي دي.
په داسي حال کي چي د څارنوالۍ په وينا دغه وکيلان دوی ته هيڅ راز حقوقي مشروعيت نه لري.
د ۶۲وکيلانو دغه ډله د انتخاباتي لانجو د حل له پاره د ځانګړي محکمې له خوا څه موده وړاندي دمخه بې اعتباره اعلام سوې ده.
ښاغلي نظري د يوناما د مشرستيفن ديمستورا دغه کار د ټولو ديپلوماتيکو اصولو خلاف وباله.
نظري وايي، که ملګري ملتونه په دغه برخه کي خپل لاس ورلنډ نه کړي نو د حکومت اړوندي ادارې به يې په باب جدي ګامونه پورته کړي.
« دا کار د ټولو ديپلوماتيکو معيارونو خلاف دی، او دا د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو کي بربنډه لاس وهنه ده، موږ د افغانستان له ټولو سياسي او ديپلوماتيکو ادارو غواړو، چي په کابل کي د يوناما د مشر ښاغلي دي ميستورا له دغو لاس وهنو مخنيوی وکړي».
دا لومړی ځل ندی، چي د ملګرو ملتونو پر سياسي دفتر تور لګول کيږي، چي د افغانستان په کورنيو چارو کي لاس وهنه کوي.
تر دي دمخه هم دغه اداره څو څو ځله د تيرو پارلماني او تر هغه دمخه د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال په افغانستان کي په مداخلې تورنه سوې وه.
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ادارې تر اوسه پوري په دې اړه غبرگون نه دی ښودلی.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل