کابل: د ګلدرې ولسوالۍ د قلعه فرمان او ګدارې په کليو کې برښنا
۱۳۸۸ آبان ۲۶, سهشنبهد دغې پروژې مالي لګښت دوه ميليونه او اووه سوه زرو افغانيو ته رسيږي چې لس سلنه خلکو هم پکښې ونډه اخيستې ده.
د هايدرو پاور دغه دستګاه د شل کليواټه برښنا د توليد وړتيا لري چې د دواړو کليو 333 کورنۍ له دغې برښنا څخه ګټه اخلي.
د ملي پيوستون د پروګرام چارواکي وايي چې د دواړو کليو وګړنيزو شوراګانو خپلې د ونډې پيسې سره يو ځای کړې او په ګډه يې دغه برښنايي شبکه جوړه کړه چې اوس د دواړو کليو اوسيدونکي ترې خوشاله دي.
د کابل ولايت د ګلدرې د ولسوالۍ د ګدارې او قلعه فرمان په کليو کې د هايدروپاور يا د برښنا يوه شبکه وروسته له جوړيدو څخه ګټې اخيستنې ته سپارل شويده. د دغې برښنايي شبکې له روښنايي څخه د دواړو کليو 333 کورنۍ برخمنې شويدي.
د دغې پروژې مالي لګښت د ملي پيوستون د پروګرام لخوا ورکړل شوی چې لس سلنه د سيمې خلکو هم پکښې ونډه اخيستې ده.
د کابل ولايت د ملي پيوستون د پروګرام مسوول انجينر عبدالواسع غفاري وايي چې : د ګدارې او قلعه فرمان د کليو وګړنيزو شوراګانو خپلې د ونډې پيسې يې سره يو ځای کړې او د هايدروپاور يوه ګډه پروژه يې پلې کړې چې اوس د دواړو کليو د اوسيدونکولپاره ګټه وره تمامه شويده .
د ګلدرې ولسوالۍ د قلعه فرمان د کلي د وګړنيزې شورا مشر فتاح محمد وايي چې، د دې پروژې له بشپړيدو څخه دمخه د دواړو کليو اوسيدونکي له برښنا څخه بې برخې ؤ ، خلکوبه له لاټينونو څخه کاراخيسته خو د ملي پيوستون د پروګرام په برکت او د خلکو د هڅو له امله وتوانيدو چې د برښنا له رڼا څخه برخمن شو.
د قلعه فرمان د کلي يو بل تن اوسيدونکی ملک محراب الدين وايي چې، تر دې د مخه مو د شپې له پلوه دوکانونه او کوڅې په تيارو کې ډوبې وې خو د برښنا د شبکې په جوړيدو سره اوس هر کور ته برښنايي مزي غځيدلي او جماتونه ، دکانونه ، کوڅې او کورونه مو له برښنا څخه روښانه شوي دي.
د ګدارې او قلعه فرمان د کليو اوسيدونکي دملي پيوستون له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او د کلي هر اوسيدونکی په دې وياړي چې دوی د برښنا په رڼا کې تيارې شپې صبا کوي ځني اوسيدونکي وايي چې : دوی د ښاريانو په پرتله هم ښه برښنا لري ځکه د اوبو د زياتوالي په صورت کې 24 ساعته کولای شي له برښنا څخه ګټه واخلي.
د ګلدرې د ولسوالۍ د ملي پيوستون د پروګرام مسوول تاج محمد فقيري وايي چې : د دغې پروژې مالي لګښت دوه ميليونه او اووه سوه زرو افغانيو ته رسيږي.
د ګدارې او قلعه فرمان د کليو هايدروپاورد شل کليواټه برښنا د توليد وړتيا لري او دواړه ګاونډي کلي چې 222 کورنۍ د قلعه فرمان په کلي کې او 110 کورنۍ د ګدارې په کلي کې ژوند کوي په مساوي توګه د دغې پروژې له برښنا څخه ګټه اخلي.
د قلعه فرمان دکلي د وګړنيزې شورا مشر وايي چې، دوی په دواړو کليو کې د برښنا د ويش او ښه تنظيم لپاره يوه کميټه ټاکلې تر څو له دغه بهير څخه څارنه وکړي اوخلک دې ته وهڅوي چې د برښنا د ستنو او مزيو په ساتلو کې کلکه پاملرنه وکړي.
انور بری پال
کتونکی: يحيی وردک