کابل: د پوليسو پر مرکز بريد نهه کسان ووژل
۱۳۹۰ خرداد ۲۸, شنبهد افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د یو ویاند، نجیب نیکزاد، په حواله په دغی پیښی کی 12 نور کسان ټپیان شوی هم دی.
د افغان امنيتي چارواکي وایي چی بريد کوونکي په وسلو او منفجره موادو سمبال ول او د لومړي حوزي د پوليسو پر مرکز يي بريد تر سره کړ. د پوليسو دغه مرکز د کابل ښار په مندوي کي پروت ده.
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، صديق صديقي، د پیښی په اړه وویل:
«يوه بريد کونکي د پولیسو د مرکز د دروازي مخکي ځان والوزوه ترڅو نور بريد کونکي وشي کولاي چي د پوليسو د مرکز دننه لاره پیدا کړی. دويم بريد کونکي مخکي له دي چي ځان والوزوي د پوليسو لخوا ووژل شو.»
د افغانسان د کورنيو چارو د وزارت د وياند په حواله، دوه بريد کونکي وتوانيدل چي د پوليسو مرکز د دننه لاره پیدا کړي. صديقي وايي چي د دغو دوو بريد کونکو له ډلي څخه يو يي د پوليسو لخوا ووژل شو او ديم يي افغان ځواکونو سره د دوو ساعتونو جګړي وروسته له منځه لاړ.
د کابل د پوليسو وياند، حشمت الله ستانکزي، وايي چي بريد کونکو د افغانستان د ملي اردو د سرتيرو يونيفرم اغوستي ؤ.
عبدالواحد دغه پيښه له نږدي څخه ليدلي. ده رويترز خبري اژانس ته ويلي چی په نني «شنبه» پيښي کي دري چاودني رامنځ ته شوي.
د دغي پيښي د رامنځ ته کيدو وروسته، سيمه د افغان امنيتي ځواکونو تر محاصري لاندي راغله.
په وروستيو څو اونيو کي دا د کابل پر ښار دويم بريد دي. د مي د مياشي په 21 نيټي د کابل په ښار کي يو پوځی روغتون د ياغيانو تر بريد لاندي راغي چي په ترڅ کي شپږ کسان ووژل شول او 23 نور هم تپيال شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: احمدولي اڅکزي