کابل: د ص. رباني په شمول ۳ وزيران سلب اعتماد سول
۱۳۹۵ آبان ۲۲, شنبهافغان پارلمان په دې دليل درې افغان وزيران سلب اعتماد کړل. ولسي جرګې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۲نېټه) د افغانستان د حکومت څو وزيران استيضاح کړي ول.
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ته ۱۴۰ ولسي استازو منفي رايي ورکړې. د کار او ټولنيزو چارو وزيره نسرين اورياخېل د ۱۴۳ منفي رايو په درلودلو سره سلب اعتماد سوه. د دې تر څنګ د فوايد عامې وزير محمود بليغ د ۱۶۴ منفي رايو په اخيستلو سره د افغان ولسي جرګې له اعتماد څخه بې برخي سو.
د ولسي جرګې استازو استدلال کړی چي دغه وزيران يې په دې سلب اعتماد کړي ولي چي په وينا يې په خپلو کارونو کي بريالي نه ول او د وزارت له پاره ځانګړي سوي بوديجې يې نه دي مصرف کړي.
په کابل کي د افغانستان د ولسي جرګې رئيس عبدالرؤف ابراهيمي وويل: «د بهرنيو چارو محترم وزير صلاح الدين رباني سلب اعتماد سوی او موږ له ولسمشر څخه هيله کوو چي د هغه تر څنګ د دوو نورو وزارتونو له پاره نوي وزيران راته معرفي کړي.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.07.2015):