1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل د سوک وهني نړیوالي لوبي کوربه دی

میرویس جلالزی۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعه

افغان سوک وهونکی حمید رحیمي، د سه شنبې په ورځ له خپل تانزانیایي سيال سید ایمبلوا، سره په کابل کې سیالي کوي. رحیمي يو افغان الاصله المانۍ دی چې له یوې میاشتې راهیسې په کابل کې د سوک وهنې د یوې سیالۍ له پاره چمتووالی نیسي.

https://p.dw.com/p/16ZIT
انځور: AP

د هغه دغه سیالۍ د کابل په تر ټولو لوی صالون یعنې د لوی جرګې په خیمه کې تر سره کیږي. د نوموړي د لوبې جوړونکي وایي چې رحیمي دغي سیالۍ ته پوره چمتو والی لري.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبه به د کابل په وخت د ماښام پر اوو بوجو باندي د زرونو تنو نندارچیانو پر وړاندي پیل شي. تر دې مخکې یوه امریکايي وتلي سوک وهونکي او آزاد مبارز بینژاره له رحیمي سره د لوبې له پاره ټټر وهلی وو خو د ناڅرګندو لاملونو له کبله هغه په سیالۍ کې له ګډون څخه پر شا شو.

حرفوي سوک وهونکی حمید رحیمي، چې له خپلي کورنۍ سره یو ځای له المانه کابل ته راغلی دی وایي چې د نړۍ په ډیرو سیالیو کې یې خپل حریفان پر ګونډو کړي دي. حمید رحیمي د ملي تلویزیون له لارې په داسي حال کې چې په سوو مینه وال یې هم ورسره ول وویل چې دی د سولې له پاره سیالي کوي. د رحیمي په خبره افغانان له جګړې ستړي شوي دي. دې ورزشکار ویلي دي چې سیالۍ به یې په افغانستان کې د سولې پر لور یو ګام وي.


رحیمي د سه شنبې په شپه د افغانستان د ملي تلویزیون له لارې هيوادوالو ته وویل چې ده ته دعا وکړي او دی به خپل رقیب ته دا وښیي چې له افغانانو سره مبارزه څومره ګرانه ده. رحیمي وايي چې دی غواړي له دې لاري نړۍ ته وښيي چې افغانستان د جګړې وطن نه دی، بلکې دلته خلک له سپورټ، پرمختګ، ولسواکۍ او سولي سره سخته مینه لري.

پیاوړی سیال

د رحیمی سیال سید ایمبلوا ویلي دي چې دی به رحیمي په څلورم رونډ کې پر ګونډو کړي ځکه ده ۳۴ ځله د نړۍ له اتلانو لوبې ګټلي دي او یوازي درې ځله هغه هم د امتیازونو د شمیرلو په پایله کې د لوبې بایلونکې اعلان شوی دی.

سید ایمبلوا یوه اوونۍ مخکې کابل ته ورسید هغه په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې دی په پوره چمتو والي سره کابل ته راغلی دی. هغه وویل چې په کابل کې د هغه لوبه یو تاریخي او نه هيرېدونکې لوبه ده. تانزانیایي سید ایمبلوا ویلي دي چې ډیر ژر به خپل افغان حریف ته ماته ورکړي.

افغانان نندارې ته په تمه دي

د حمید رحیمي او سید ایمبلوا سیالۍ ته که څه هم د ګوتو په شمیر ساعتونه پاته دي‎ خو لا وختي د هغوی د لوبې په زرونو تکټونه په کابل او نورو ولایتونو کې پلورل شوي دي.

د رحیمي د سیالیو یو تن جوړونکي انجینیر سید کمال، د سه شنبې په ورځ په کابل کې دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل چې دا سیالي د نړۍ د بیلا بیلو سترو کمپنیو له لورې سپانسر شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د بوکس نړیوال فدراسیون هم دا سیالي سپانسر کړې ده او یو شمیر افغان تلویزیوني شبکو او کمپنیو هم خپل اعلانات دوی ته سپارلي دي.

د حمید رحیمي او د هغه د تانزانیايي سیال تر منځ سیالي به د افغانستان د ملي تلویزیون په ګډون د یو شمیر نورو خصوصي تلویزیونونو له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

ممتاز چې یو زده کوونکی دی او د کابل په ښار کې اوسي وایي چې په ډیرو ستونزو يې د لوبې د لیدو له پاره یو ټیکټ په ۵۰۰ افغانیو رانیولی دی. هغه وایي چې که څه لوبه د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي خو هغه به بیا هم غواړي په ژوندۍ بنه دغه لوبه لیدل غواړي.

کلک امنیتي تدابیر

د حمید رحیمي او د هغه د تانزانیایي سیالۍ د مبارزې له پاره ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوی دي. د کورنیو چارو وزارت هغه لارې د اوو بجو په شاوخوا کې د موټرو پر مخ تړي چې د لويې جرګې خیمې ته نزدې دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان، رسنیو ته ویلي دي چې اړوندو امنیتي حوزو ټول امنیتي تدابیر په پام کې نیولي دي. د لويې جرګې خیمې ته هم ګڼ شمیر اضافي پولیس استول شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی دی چې هر څه به په سوله ییزه فضا کې تر سره شي.

افغان سوک وهوونکی حمید رحیمي
افغان سوک وهوونکی حمید رحیميانځور: Hamid Rahimi