1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل تکسې د دویچه ویله د بابز یوه جایزه وګټله

د دویچه ویله د فارسي څانګه۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

د دویچه ویله د بابز نړیوالې جایزې د دولسمې دورې ګتونکې مشخص شول. د جایزو په ګټونکې کې د کابل ټکسې پاڼه هم شامله ده چې د انترنت د کاروونکو له خوا انتخاب شوې ده.

https://p.dw.com/p/1IgZY
The Bobs – Best of Online Activism Jury
انځور: DW/J. Röhl

د دویچه ویله د بابز (‌‌Bobs) جایزې د ګټونکو د ټاکلو له پاره د نړیوال ژوري هيئت ناسته د جمعې په ورځ په برلین کې پیل شوه. د دویچه ویله بایز نړیواله جایزه انلاین فعالیتونو یا (Best of Online Activism) ته په بیلا بیلو برخو او څوارلسو ژبو کې ورکول کیږي چې فارسي، آلماني، انګلیسي، فرانسوي، هسپانیاوي، عربي، برتګالي، روسي، اوکرایني، هندي، بنګالي، اندونیزیایي، چینې او ترکي پکې شاملې دي.

د فارسي د ژبې داوره د فردا راډيو مخکینۍ مدیر مسئوله او د راډیو آزادي خبریاله ګلناز اسفندیاري، وه.

د ۲۴۰۰ نوماندانو له ډلې څخه ۱۲۶ وروستي پړاو ته راغلل چې په ډله کې یې د ښې فن آوري، ټولنیز بدلون، هنر او رسنې او خبریال تبعه په څلورو کټګوریو کې د هر ژبې نوماندان موجود وو. په پای کې ګټونکې د دوارانو د رایو او خلکو د رای ورکوني له لاري وټاکل شول.

د داورانو له خوا د ټاکل کیدونکو ګټوونکو په برخه کې، لومړی هر نوماند د مربوطه ژوري هیئت له خوا معرفي کیده او بیا به یې د حاضرینو پوښتنو ته ځوابونه ویل. تر دې وروسته به د راې ګیري په درو مرحلو کې ګټونکي ټاکل کیدل.

د نوي فن آوري په فارسي ژبې جوړه شوې اپلیکشن چې «ګرشاد» نومیږي ګټونکې شوه. د خبریاله په ګتګوري کې بیا د بنګله دیش «Razor's Edge» مستند فلم جایزه خپله کړه.

د هنر او و رسنيو په برخه کې د «سیاسي ښکلا مرکز» په نوم یوې آلمانۍ پاڼې جایزه واخیسته او د ټولنیز بدلون برخي جایزه، په هند کې د «تیزاب اچوونې پر ضد یوه کمپاین» ته ورکړل شوه.

د ژوري هیئت د انتخاب تر څنګ، په څلورو واړو کټګوریو کې د عمه رای ورکوني له لاري هم ګټوونکي انتخاب شوي دي. په دغو ګټوونکو کې د ښې فن آورۍ په برخه کې د ایران «وحید انلان»، ټولنیز بدلون کې د «نفرت مرسته کوي» تر عنوان لاندي آلماني کمپاین او د هنر او رسنو په کتګوري کې بنګلدیشي «جي ام بي اکاش»، د نورو ترڅنګ جایزې وګټلې.

د څلورو اصلي موضوعګانو تر څنګ په هره ژبه کې پنځه نوماندان د انترنت کاروونکو ته معرفي شوي وو، څو د هغوي په ډله کې تر ټولو غوره انتخاب کړي.

د فارسي ژبي په برخه کې د معرفي شویو پنځو نوماندانو له ډلې څخه د کابل تکسې فیسبوکي پاڼي تر ټولو ډیرې رایې وګټلې چې په دې ترتیب د دې کتګوري ګټونکې شوه.