کابل بانک خرڅلاو ته وړاندي کيږي
۱۳۹۱ فروردین ۲۴, پنجشنبهکابل بانک چي اوس ئې نوم « نوی کابل بانک» دئ د هیواد تر ټولو لوی خصوصې بانک دئ. دغه بانک له هغه وروسته د ولسمشر کرزي د حکومت په ضمانت تر دولتي کنترول لاندي راغلئ، چي پخوانیو مشرانو ئې ۹۰۰ میلیونه ډالره پور اخيستی وو او بيرته ئې بانک ته را نه وړ.
د افغانستان د مرکزي بانک رئيس نورالله دلاوري چي په دغه جګړه ځپلي هیواد کي مالي سیاستونه کنترولوي، فرانس پرس ته ویلي دي:«ټاکل شوې ده چي د جون په میاشت کي کابل بانک د دوهم وار له پاره پر خصوصي سکتور و پلورل شي.»
دلاوري ویلي دي، چي بله لاره دا ده چي د دغه بانک د اسهامو نمايي و پلورل شي ترڅو دغه بانک د حکومت او خصوصي سکتور تر منځ په یوسهامي تشبث بدل شي. هغه ويلي دي چي دغه بانک په يوه داوطلبي کي وپلورل شي.
د کابل بانک ډیوالي کیدل د دې سبب شول، چي د پيسو نړېوال صندوق له افغانستان سره خپل د ميلیونونو امریکایي ډالرو مالي مرستي وځنډوي. د پيسو نړيوال صندوق غوښتل چي دغه بانک دي وپلورل شي او د هغه پخواني مالکان دي، د ولسمشر کرزي د ورور او د هغه د مرستيال قسيم فهيم د ورور په ګډون محاکمه شي.
د دغه بانک دوه اجرایوي مسئولان یعني شیرخان فرنود او خلیل الله فروزي د تیر کال د جولای په میاشت کي ونیول شول، او څو اونۍ وروسته دواړه په ضمانت آزاد شول.
د رواني میاشتي په پيل کي د ولسمشر کرزي حکومت د کابل بانک پوروړو ته دوې میاشتي مهلت ورکړ، چي د بانک پورونه بيرته راوړي.
دلاوري ویلي دي چي۷۰ میلیونه ډالره نقد او د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت په دوبۍ کي غیر منقول ملکیتونه دغه بانک ته بیرته ورکړل شوي دي.
آژانسونه/ رسول رحیم/ ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل