1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل او واشنگټن ستراتيژيک سند لاسليک کړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

له اوږدو او په ځینو مواردو کي تر لانجمنو بحثونو وروسته کابل او واشنګټن تیره شپه (۲۰۱۲ کال د می ا) د اوږد مهالو همکاریو پر سند په کابل کي هوکړه وکړه.

https://p.dw.com/p/14nmR
انځور: AP

دا سند به له ۲۰۱۴ کال وروسته د یوې لسیزي له پاره د د ترهګرۍ پر ضد جګړه کي د دغو دوو ملګرو پوځي او ملکي همکاري تضمينوي.

دواړه ولسمشران چي کله نا کله ئې د اړیکو اسمان خړپړ وي، څنګ پر څنګ کښیناستل او دا هغه مهال وو چي د دواړو هیوادونو تر منځ د شپنیوعملیاتو او زندانونو د کنترول پر سر ستونزي هواري شوي او د یوې بلي لسیزي له پاره ئې د پوځي او ملکي همکاریو سمبولیک تړون لاسلیک کړ.

کرزي او اوما د اوږد مهالو همکاریو دا سند د دواړو هیوادونو پر ګټه سربیره د ټولي سیمي په خیر وباله په داسي حال کي چي د افغانستان ځیني ګاونډیان یې خپلو ملي منافعو ته په زیان بولي.

د ستراتيژيک سند بشپړ متن

کرزی او اوباما وروسته یوه خبري کنفرانس ته را څرګند سول. جمهور رئیس کرزي په خپلو لنډو خبرو کي وویل، چي یاده هوکړه به هیڅ یوه ګاونډي هیواد ته ګواښ نه پیښوي.

ولسمشر حامد کرزی او بارک اوباما د ستراتيژيک سند د لاسليکولو پر مهال
ولسمشر حامد کرزی او بارک اوباما د ستراتيژيک سند د لاسليکولو پر مهالانځور: Reuters

جمهور رئیس کرزي وویل، چي د ستراتیژیک سند لاسلیک د واشنګټن او کابل تر منځ د همکاریو نوی فصل پرانیزي او د دوی ډیري هیلي ورسره تړلي دي:

«د دې سند په امضا سره زموږ هیوادونه نوی فصل پرانیزي، د دغه سند په امضا به د پخوانیو لسو کلونو فصل تړل کیږي او د مساوي او دوستانه اړیکو نوی فصل پرانیستل کیږي، موږ د دوو حاکمیت لرونکو هیوادونو په توګه نوي او ټینګ دوستانه علایق پیلوو.»

افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، چي افغانانو په تیرو درو لسیزو کي د سولي په لار کي ډیري قربانۍ ورکړي او هیله لري چې د ستراتیژیک سند لاسلیک به نه یوازي دا چې د ده ملک او نړۍ ته سوله راولي بلکي د افغانانو د سوکالۍ او خوندي توب تضمین به هم وکړای سي.

د امریکا ولسمشر باکر اوباما بیا په خپلو خبرو کې وویل چي افغانستان سختي ورځي په مخکي لري خو د افغانستان پر ګاونډیانو سربیره نړۍ باید په دې پوه شي چي افغانستان د امریکا په څير يو ښه ملګری لري.

اوباما چي دمګړی له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو پلان پیل کړی دئ. تمه ئې وښوده چي کورني افغان ځواکونه به وکړای سي له مهال ویش سره سم د خپل ملک ټولي چاري پر غاړه واخلي. په داسي حال کي چي لا وختي د تقريباً نيمايي افغانستان مسئولیت هغوي خپل کړی دئ.

د سپيني ماڼۍ مشاور او د کانگرس استازي د افغانستان د مجهوري رياست په ماڼۍ کي
د سپيني ماڼۍ مشاور او د کانگرس استازي د افغانستان د مجهوري رياست په ماڼۍ کيانځور: dapd

اوباما ټینګار وکړ چي افغانان باید خپلي چاري پخپل لاس کي واخلي:

«په دغه پريکړه سره افغانان او نړیوال باید پوه سي چي افغانستان یو دوست او همکار په امریکا کي لري، ولسمشره سختي ورځي په مخکي لرو، دا چي موږ د امنیتي مسئولیتونو پر لور پر مخ ځو، ډاډه یم چي افغان ځواکونه به نور هم غښتلي سي، او افغانان به د چارو د پر مخ بیولو جوګه سي.»

د ستراتیژیکو همکاریو دا سند اته برخي لري.

ولسمشر کرزي وويل، چي له دې سند سره د ټولو افغانانو هيلي تړلي دي:

«زه هیله لرم چي دا سند چي له یوه اړخه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کي زموږ ګډي هڅي تظمینوي، زموږ د ملي حاکمیت او خلکو د خوندي توب لامل وګرځي.»

په ورته وخت کي د امریکا ولسمشر بارک اوباما ټینګار وکړ چي له طالبانو سره خبرو ته به دوام ورکوي، لکه څرنګه چي ئې په تیرو میاشتو کي د هغوی له ځينو مشرانو سره مخامخ خبري هم کړي دي:

«موږ د خبرو اترو له لاري د سولیز حل په لټه کي یو، له افغان دولت سره په همږغۍ زما ادارې له طالبانو سره مخامخ خبري کړي دي، موږ دا په ډاکه کړې ده چي هغوی کولای شي د افغان پروسي یوه برخه وګرځي. خو په دې شرط چي له القاعدې څخه جلا شي، بغاوت پریږدي، او افغان قوانینو ته درناوی وکړي. ډیرو طالبانو پخلایني ته لیوالتیا ښولې ده.»

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل