1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل او اسلام آباد د جنورۍ د غونډي متفاوتي نېټي اعلان کړې

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱۱, جمعه

ښه اراده موجوده ده: افغانستان او پاکستان غواړي د طالبانو سره بیرته د سولي خبري پیل کړي، خو د یوه سم او دقیق مهلت د نه پیداکولو له کبله د غونډې دجوړیدو وخت معلوم نه دی.

https://p.dw.com/p/1HWlq
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Mughal

د افغانستان جمهوررييس اشرف غني په کابل کي د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال اعلان وکړ، چي د څلورو گډون کونکو دولتونو هغه غونډه چي پکښي د امريکا متحده ايالات او چین هم شامل دي، د جنورۍ میاشتي پر ۱۱ نیټه به دایره سي. خو په تقریبأ عین وخت کي د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبر ورکړ، چي دغه غونډه به د جنورۍ میاشتي پر ۱۶ نیټه دایره سي.

دا چي ولي د مهلت پر سر دغه ډول گډوډی رامنځته سو، په لمړي سر کي معلومه نه وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چي اوس پر دې باندي کار کیږي چي د غونډې له پاره یوگډ مهلت پیدا کړل سي. درې اوونۍ مخکي په اسلام اباد کي د یوه کنفرانس پر مهال غني او د پاکستان صدراعظم نواز شریف فیصله کړې وه، چي یو وار بیا به هڅه وکړي چي د طالبانو سره د سولي په خاطر خبري وکړي.

د طالبانو پوځي بریالیتوبونه

افغانستان د پاکستان ملاتړ حتمي بولي، ترڅو د طالبانو سره خبري وکولای سي. پاکستان د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کي د لمړنیو خبرو اترو د غونډی میلمه پال هيواد ؤ، خو خبري د ناکامۍ سره مخامخ سوې، د نورو تر څنگ ځکه چي طالبانو د خپل مشر ملأ محمدعمر دمرگ خبر ورکړ. تر هغه وروسته د طالبانو په منځ کي د قدرت پر سره مبارزه شروع سوه.

اشرف غني اوس کوښښ کوي د پاکستان سره تماسونه ډیر کړي ، ځکه چي دغه هیواد ته د طالبانو دمهم پټنځای په سترگه کتل کیږي. هغه غواړي د طالبانو سره بیرته خبري اتري پیل کړي ، چي په دې وروستیو وختونو کي یې نظامي بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. په اوس وخت کي افغان ځوکونه هڅه کوي، چي طالبان د هلمند ولایت څخه وباسي، چیري چي هغوی ددغه ولایت د کوکنارو د کروندو ډکي سیمي سنگین ډیري برخي نیولي دي.

د څارونکو په عقیده طالبان کوښښ کوي د ډیرو مناطقو په نیولو سره د کابل سره د خبرو پر مهال ډیر امتیازات تر لاسه کړي.