1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښځینه بندیانې: زموږ جرمونه د طالبانو په پرتله سپک دي

حسین سیرت۱۳۹۲ دی ۳۰, دوشنبه

د زندان له خونو څخه د ښځینه بندیانو غږونه اوریدل کیږي. هغوی وایي چې د دوی جرمونه د هغو طالبانو په پرتله ډیر سپک دي چې په وروستیو وختونو کې د افغان حکومت له خوا د بګرام له زندان څخه آزاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Atth
انځور: DW/H.Sirat

تر هغه وروسته چې افغان حکومت د بګرام له زندان څخه ۶۵۰ زندانیان آزاد کړل، د کابل د بادام باغ په ښځینه زندان کې بندیانو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ.

ښځینه زندانیانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له رسنیو سره خبرې وکړي. هغوی د چارواکو د بیانیو پر مهال شعارونه ورکړل او نیوکې یې کولې: «د بګرام له بندیانو نه هم لوړ جرمونه لرو؟ نه، نه یې لرو! موږ به بیا هم اعتصاب وکړو او ټولو خونو ته به اور ورته کړو.»

دغه ښځینه بندیانې وایي چې د بګرام له زندان څخه د آزادو شویو کسانو په پرتله پر دوی باندې لګیدلي تورونه ډیر سپک دي خو د هغوی په خبره حکومت د دې پر ځای چې دوی وبخښي «طالبان» بخښي.

د زندان له خراب وضعیت څخه شکایت

یوه بندي ضیاګل وایي چې په زندان کې کافي ځای نه شته. هغه د خپلو هغو دوو ماشومانو په اړه اندیښمنه ده چې له دې سره یو ځای په زندان کې وخت تیروي او زده کړو ته لاسرسی نه لري: «په دې ځای کې شپږ کاله زندان څرنګه تیر کړم. شپږ اولاده مې را نه پاتې دي. آن په تشنابونو کې زندانیان ساتل کیږي. حکومت باید زموږ پوښتنه وکړي. نوکريوالان له موږ سره خرابه رویه کوي.»

دغه زنداني ښځه ادعا کوي چې د زندانیانو دوسیې نه څیړل کیږي: «زموږ آمره له موږ سره همکاري نه کوي. موږ ورڅخه پوښتنه کوو چې دوسیې مو چیرې رسیدلي دي، هغه موږ ته وایی چې نه پوهیږي. دا څرنګه قانون دی.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وایي چې ټول امکانات او سهولتونه یې د زندانیانو له پاره برابر کړي دي او دا چې هغوی کومه خاصه ستونزه نه لري. له بلې خوا بیا زندانیان وایي چې د هغوی غږ باید د رسنیو له لارې حکومت ته ورسول شي خو د هغوی په خبره حکومت د دوې مخه نیسي.

د ولسمشر له خوا بخښنه

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزي د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد په مناسبت د ۱۹ تنو ښځو بندیانو بندونه یا خو وبخښل او یا یې هم لنډه کړه.

د ولسمشر د حکم د پلي کولو د کمیسیون مشر عزیز احمد، د دوشنبې په ورځ په دې اړه په بادام باغ زندان کې په یوې جوړې شوې غونډه کې وویل: «موږ نن د ولسمشر د فرمان له پاره د ښځو زندان ته راغلي یو چې په کې ټول ټال ۱۹ کسان شاملیږي. به دې ترتیب سره به دوه کسان آزاد شي او د ۱۷ تنو جرمونه به لنډ شي.»

د بادام باغ په زندان کې ماشومان هم له خپلو مورګانو سره یوځای وخت تیروي. هغوی کومه ګناه نه لري خو له دې کبله چې مور یې په زندان کې ده باید دوی هم په همدې ځای کې وخت تیر کړي. په دې زندان کې ټول ټال ۲۳۰ ښځینه بندیانې ساتل کيږي چې ورسره ۷۰ ماشومان هم شته.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب