ښايي ستوري هم یو وخت له منځه ولاړ سي
دا خبر چی یو وخت به کاینات له منځه ځي، ډېره بېروونکې ښکاري. خو ستوري پېژندونکي یوخین لیسکه بیا له دویچه ویلي سره په خبرو کي وویل چي سربیره پر هغه هم سړی په دې اړه د کومی ټاکلي نېټې خبری نه سي کولای.
د ستورو ځلېدل
هره شپه په آسمان کي ستوري ځلیږي. سترگه وهي، کله تیزه او کله هم کمه رڼا ورکوي. خو د هغو دغه ډول ځلېدل ښايي د تل له پاره نه وي. ستوري به هم یو وخت له منځه ولاړ سي. ښایی پس له میلیونونو او یا هم میلیاردونو کلونو وروسته.
هایدروجن ساتلي دي
لمر هم په اصل کي یو ستوری دی. ستوري له گازو او پلازما څخه جوړسوي او په خپله رڼا تولیدوي. کله چی د هغو په دننه کی هایدروجن په هیلیوم تبدیلیږي نو ډیره زیاته انرژي تولیدوي. خو یو وخت به د هایدروجن او گازو ذخیره هم له منځه ولاړه سي او په دې توگه به د ستورو رڼا مخ پر کمېدو سي.
سپین رنگه کوچني شکلونه
ستوري په مختلفو ډولو سره خپله رڼا له لاسه ورکوي. هغه ستوري چی يو پر دريمه روڼا له لمر څخه اخلي، د هغو هایدروجن ژر مصفیږي او په دې ډول له منځه ځي. خو دغه ډول ستوري بیا وروسته په یوه کوچني او سپین رنگه جوړښت باندي بدليږي، خو ددغه شان جوړښت عکسونه تر اوسه پوري نسته. دغه شان سپین رنگه ستوري د مځکې د کورې په اندازه دي چي روڼا يې کرار کرار کميږي.
سور رنگه غټ ستوري
خو غټ ستوري بیا په بل شکل له منځه ځي. کله چي د هغو هایدروجن تمام سي، بیا نو قوي حرارت تولیدوي. د ۱۰۰ میلیونه درجې په حرارت سره يې هیلیوم سوځي. په دې ډول نو ستوري له هیلیوم څخه سکاره او آکسیجن تولیدوي چی بلاخره په یوې پړسېدلي او ستري کورې باندي بدليږي. دغه شان کوره تر لمر ۸۰۰ واره لویه او په زرونو واره روښانه ده.
د مړو سوو ستورو پاته سوي
سور رنگه غټ ستوري ډیر وخت ثابته پاتیږي. خو د هغو دباندي قشر په داسي حال کي چي دننه هسته یې تودیږي، د ډېر کش په نتیجه کي وار په وار سړيږي. په دې ډول نو ستوري خپل ثبات له لاسه ورکوي او ددې امکان سته چي دباندي قشر یې له منځه ولاړسي. وروسته بیا دغه ډول ستوري د وریځو د ټوټو په شکل په شمسي نظام کي په حرکت کي وي. دلته د هغو انځور لیدل کیږي چي د تلسکوب په وسیله اخیستل سوی دی.
د یوه مړه سوي ستوري روح
دغه ډول اسرار آمېزه عکاسي بیا د «ESO 378-1» ډوله لوی تلسکوب په وسیله د چیلي په شمال کي سوې ده. د دغې کم رنگه کورې قطر تقریباً د روڼا څلور کاله مزل اندازه سوی دی.
غټي کورې بیا په حیرانوونکي شکل له منځه ځي
هغه ستري کورې چی ډېري درنې وي، که څه هم د هغو هیلیوم له منځه تللی وي، خو بیا هم تر ډیره وخته پوري ځلیږي. هغه بیا په بل ډول له منځه ځي. يعنی داچي یوه بله پروسه تعقیبوي. دا په دې معنی چي دغه ډول ستوري وار په وار دومره تودیږي چي بلاخره ډیر حرارت يې د چاودنی سبب کیږي. خو تر چاودني مخکي يې روڼا دومره ډیره وي لکه د ټول شمسي نظام.