1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښايي امريکا افغانستان ته نور 30 زره عسکر ولېږي

۱۳۸۷ دی ۱, یکشنبه

د امریکا دمتحدو ايالتونو لوي درستيزجنرال Mike Mullen کابل ته د خپل سفر په وخت ويلي دي چي ښايي امریکايان تر 30000 پوري نور عسکر افغانستان ته واستوي

https://p.dw.com/p/GKoV
د امريکا لوی درستيز جنرال مايک مولين
د امريکا لوی درستيز جنرال مايک مولينانځور: picture-alliance/ dpa

له ډيري مودې راهيسي دا د امريکا دمتحدو ايالتونو د پوځي قوماندانانوغوښتنه وه چي په افغانستان کي دي د امريکايي وسله والو ځواکونو په شميرکي لږ تر لږه تر 20000 پوري نور هم زياتوالی راسي. په روان وخت کي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو شمېر 31000 ته رسيږي. په يوه وروستي خبرکي نن دAP د آژانس له خوا دجنرالMike Mullen له خولې څخه خپور سوی ويل سوی چي پنتاګون به د راتلونکي کال تر دوبي پوري په افغانستان کي د امریکايي عسکرو شمير 60000 ته ورسوي.

ځنګه چي دAFP د نن ورځي په یوه رپوټ کي ويل سوی همدا اوس په افغانستان کي دبهرنيو ځواکونو شمېر څه نا څه 70000 ته رسيږي . چي د څلورو برخو څخه يې دري برخي نړيوال سوله ساتونکي ځواکونه جوړوي او دناټو تر قوماندې لاندي په افغانستان کي د ولسمشر حامد کرزي، په مشرۍ دهغه حکومت ساتنه کوي چي په روان وخت کي د طالبانو ديوه سخت مقاومت سره مخامخ دی.

د کابل حکومت د امريکا د متحدو ايالتونو د لوی درستيز ادميرال مايک مولين، ددې ژمني څخه چي غواړي تر راتلونکي دوبي پوري ديرش زره نور عسکر هم افغانستان ته واستوي ډير ښه هرکلی کړی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي دغه عسکر به زياتره د افغانستان په نا ارامو جنوبي او ختيځو ولاياتو کي ځای پر ځای سي. خو د طالبانو وياند د امريکانو پر دغه نوي پريکړي باندي نيوکه کړې او ويلي يې دي چي امريکا يان به په افغانستان کي د هغسي يوې ماتي سره مخامخ سي چي په 1980 ميلادي کال شورويان ورسره مخامخ سوي ول.

په کلات کي د ناټو او افغان ملي اردو ځواکونه د ګزمې پر مهال
په کلات کي د ناټو او افغان ملي اردو ځواکونه د ګزمې پر مهالانځور: AP

په افغانستان کي د نړيوال سوله ساتي ځواکISAF قوامانده د 2003 ميلادي کال د اګست د مياشتي راهيسي د ناټو په لاس کي ده د ISAF يا نړیوال سوله ساتي ځواک په ډله کي 38 هيوادونو افغانستان ته خپل عسکر استولي چي مجموعي شمېر يې 52000 ته رسيږي.

دغه ځواکونه زياتره د افغانستان په جنوبي او ختيځو سيمو کي ځاي پر ځاي دي .خو د نړيوال سوله ساتي ځواکISAF ترڅنګ په افغانستان کي 16000 نور امریکايي اتلافي ځواکونه هم په دغه هيواد کي د Operation Enduring Freedom يا د دو امداري آزادۍ تر کود نامه لاندي زياتره د افغانستان په ختيځو سيمو کي دپاکستان پولو ته نژدې عملیات سرته رسوي او ددغه ځواکونو قومانده د ناټو په لاس کي نه، بلکي مستقيماً د امریکايانو په لاس کي ده.کومو هيوادونو چي د نړيوال سوله ساتي ځواکونوISAF په چوکاټ کي خپل عسکر افغانستان ته استولي: پخپله د امریکا متحدو ايالتونو: 19450 عسکر، برتانيې: 8300 عسکر، جرمني : 3600 عسکر،فرانسې : 2750 عسکر،کاناډا: 2750 عسکر،ايټا ليې: 2350 عسکر،هالند: 1130 عسکر، پولنډ: 1130 عسکر،آسترليا:1090 عسکر، ترکيې: 860 عسکر،هسپانيې: 780 عسکر،رومانيې : 740 عسکر، ډنمار ک: 700 عسکر

او نورو هيوادونو بلغاريې، ناروې، بلجيم ، سويډن، چک، کرويشيا، هنګري، ليتوانيې، سلواکيا، نوی زیلاند، البانيې، مقدونيا، استونیا، يونان، فنلنډ، پرتګال ، لتويا ، سلوانیا ، آذربايجان ،اوکراين ، لوګسمبورګ ، آیسلند ، ايرلند ، اطريش ، او ګورجستان هم يو شمېر عسکر لېږلي دي. د 2001 ميلادي کال راهيسي په افغانستان کي 1030 بهرني عسکر وژل سوي دي.