ښايي المان کوزوو ته نور سرتیري هم ولیږي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبهاعلان
المان غواړي چي په کوزوو کي د خپلو سوله ساتونکو سرتیرو په شمېر کي زيات والی راولي. دا راپورونه په الماني رسنيو کي خپاره سوي دي. د شپيگل نومې انټرنټي پاڼې د راپور پر اساس د ناټو په مشرۍ د سوله ساتونکي په ځواک کې له المان څخه غوښتنه سوې ده چي پنځه نيم سوه نور سرتیري هم د لنډي مودې له پاره کوزوو ته ولېږدوي.
د سرتیرو د زیاتولو يوه وجه دا هم بلل سوې ده چي په مې مياشت کي په سربستان کي ټاکنې تر سره کېدونکي دي او بايد د کوزوو او سربستان پر پوله امنيت ټينگ کړل سي. کوزوو د سربيا پخوانۍ برخه ده چي یو څه وخت مخکې ئې خپلواکي اعلان کړه چي د اروپايي ټولنې او يو شمېر نورو هيوادونو له خوا ومنله سوه.