1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

++ ترمپ د بريا پر مسير روان دی ++

۱۳۹۵ آبان ۱۹, چهارشنبه

د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کي دمګړی دونلد ترمپ مخکي دی او هيلري کلنتن د کمزوره کېدو په حال کي ده. د باراک اوباما ځای ناستی به څوک وي؟ هېلري کلنتن که دونلد ترمپ؟

https://p.dw.com/p/2SNgb
USA Präsidentschaftswahl Donald Trump
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا په متحده ايالاتو کي د يو سخت ټاکنيز کامپاين وروسته پر دې فيصله کيږي چي څوک به د دغه هيواد ولسمشر کيږي. که پخوانۍ د بهرنيو چارو وزير هېلري کلنتن او د ديموکرات ګوند کانديده د رايو ګټونکې سي نو هغه به د امريکا د متحده ايالاتو د تاريخ لومړۍ ښځينه ولسمشره وي.

د کلينتن مخالف کانديد دونلد ترمپ د هغې په پرتله سياسي تجربه نه لري. ترمپ د نيويارک يو ملياردر او تجار دی. کتونکي اټکل کوي چي د رايه اچونې پايلي به ډيري يو بل ته نژدې او اوږه په اوږه وي.

يو شمېر ايالتونه تر مخه لا معلومه وه چي په لوی احتمال به د يو یا د بل کانديد له خوا وګټل سي. خو په ډېره بې صبرۍ هغو ايالتونو ته سترګي اوښتي چي ورته «سوينګ سټېټس» يا نظر بدلوونکي ايالتونه ويل کيږي.

د امريکا د متحده ايالتو د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو په تړاو وروستي خبرونه لاندي لوستلای سئ:

۰۵:۵۰ بجې سهار (د اروپا وخت)
د وروستيو فيصله کن نتايجو انتظار کيږي. ترمپ دمګړی ۲۳۸ د ټاکنو د استازو رايي ګټلي او کلنتن ۲۰۹ داسي رايي په لاس راوړي دي. په دوي کي که هر څوک ۲۷۰ رايي پوره کړي نو به د ټاکنو ګټونکی وي.

۰۵:۴۰ بجې سهار (د اروپا وخت)
کلنتن لا د ګټلو چانس لري او د واشنګټن ايالت کي يې اکثريت رايي اخيستي دي. خو دونلد ترمپ د آيووا او جيورجيا ايالتونه ګټلي دي.

۰۵:۳۳ بجې سهار (د اروپا وخت)
مينسوټا ايالت د الهان عمر په نوم لومړۍ مسلمانه مېرمنه د قانون جوړونکې په توګه ټاکلې ده. هغه سوماليا نژاده امریکايي مسلمانه مېرمن ده.۰۵:۳۰ بجې سهار (د اروپا وخت)
اندېښمن امريکايان په انټرنټ کي په دې هکله د معلوماتو په ترلاسه کولو بوخت دي چي څنګه له متحده ايالتو څخه مهاجر سي. په دې ترڅ کي و کاناډا ته د هجرت په تړاو له ګوګل څخه د پښتنو شمېر زښت زيات سوی دی. په دې ترڅ کي د کاناډا هيواد د مهاجرينو وېب پاڼه د زښتو زیاتو مراجعينو له کبله له کاره لوېدلې ده.۰۵:۲۵ بجې سهار (د اروپا وخت)
په يوټا ايالت کي هم دونلد ترمپ ګټونکی سو. په دې توګه هغه د ټاکنيزو استازو ۶ نوري رايي تر لاسه کړې.

۰۵:۲۰ بجې سهار (د اروپا وخت)
په نړيوالو تجارتي او د اسعارو په بازارونو کي وارخطايي احساسيږي. امريکايي ډالر په دې ترڅ کي د نورو پيسو په مقابل کي څرګند ارښت له لاسه ورکړی دی. د يورو په مقابل کي هم ډالر ارزانه سوی. دمګړی یو يورو ۱،۱۲ ډالره دی چي د سپتامبر د مياشتي راهيسي د ډالر تر ټولو ټيټ قيمت دی. د جاپان د ين هم د ډالر په مقابله کي ارزښت جګ سوی دی.

۰۵:۰۹ بجې سهار (د اروپا وخت)
ترمپ د شمالي کيرولاينا ايالت کي اکثريت رايي ګټلي او په دې توګه يې دغه مهم «سيونګ سټېټ» خپل کړی دی. د دغه ايالت ګټل به د کلنتن په وړاندي د ترمپ مخکښتوب لا قوي کړي.

۰۴:۵۳ بجې سهار (د اروپا وخت)
د دونلد ترمپ هېښوونکی مخکيتوب په آلمان کي هم اندېښنې رامنځ ته کړي دي. د آلمان د ائتلافي حکومت د سوسيال ډيموکراټ ګوند سياستوال رالف شتېګنر پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: «د برېکزيټ د بېروونکي هېښتيا وروسته اوس د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کي هم هېښتيا.»

۰۴:۳۶ بجې سهار (د اروپا وخت)
د کلنتن په مرستندويانو کي د بايللو اندېښنه او وارخطايي مخ په زیاتېدو ده. زیات شمېر د هغې دغه مېنه وال په نيويارک کي د ټاکنيز محفل دننه د دې شاهدان دي چي د کلنتن د ګټلو چانسونه مخ په کمېدو دي.۰۴:۱۵ بجې شپه (د اروپا وخت)
د اسعارو په بازارونو کي يو ډول وارخطايي تر سترګو کيږي. ولي چي داسي اندېښنې سته چي ترمپ به د امريکا د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی سي. نسدق او دو جونز درې فيصده شمېري بايللي دي.

۰۳:۴۳ بجې سهار (د اروپا وخت)
د دونلد ترمپ لور ايوانکا د خپل له دفتر څخه يو انځور پر ټويټر انټرنټ پاڼه خپور کړی دی. په دغه انځور کي معلوميږي چي د ترمپ په مرکزي دفتر کي په څه بې قراره توګه د رايو د شمېرني پايلي څارل کيږي.۰۳:۱۵ بجې شپه (د اروپا وخت)
ولسمشر باراک اوباما پر امريکايانو ږغ کړی دی چي د ټاکنو د پايلو په ترڅ کي يووالی وښيي. د نوموړي په وينا ټاکنيز کامپاين په زياتو مواردو کي د ستړياوو سره مل ؤ. د بزفيډ په نوم د خبرونو شبکې د نوموړي د پيغام يوه ويډيو پر ټويټر خپره کړې ده.۰۳:۰۲ بجې شپه (د اروپا وخت)
په داسي حال کي چي د رايو د شمېرني کار ادامه لري، هېلري کلنتن خپل مرستندويان په ټويټر پاڼه کي په يو پيغام سره مخاطب کړي دي. هغې ليکلي: «دغه ډله د فخر کولو له پاره زيات څه لري. نن شپه که هر څنګه هم پای ته ورسيږي، ستاسو څخه د هر څه له پاره مننه کوم.»
۰۲:۵۰ بجې شپه (د اروپا وخت)
په دوو تر ټولو مهمو ايالتونو اوهايو او شمالي کېرولاينا کي د هيلري کلنتن اکثريت د ګواښ سره مخامخ دی. په دغو دواړو ايالتونو کي د انتظار سره سم د دواړو کانديدانو تر منځ سيالي ډېره سخت ده.

۰۲:۴۱ بجې شپه (د اروپا وخت)
جمهوري غوښتونکی ګوند به د انتظار سره سم په دې توانېدلی چي د امريکا د متحده ايالاتو د استازو په جرګه کي خپل اکثريت وساتي. دا خبر امريکايي رسنيو د رايو د لومړيو شمېرنو پر اساس ورکړی دی.

۰۱:۵۵ بجې شپه (د اروپا وخت)
په شمالي کېرولاينا کي تقريبا ۴۰ فيصده رايي شمېرل سوي چي پکښي کلنتن ۵۱،۹ فيصده رايي ګټلي دي.

۰۱:۴۳ بجې شپه (د اروپا وخت)
داسي بريښي چي ترمپ په فلوريدا کي د اکثريت پر لور روان دی. په دغه ايالت کي تر نيمايي څخه زياتي رايي شمېرل سوي چي پکښي تر اوسه ترمپ ۴۹،۹ فيصده رايي ګټلي دي.

۰۱:۳۶ بجې شپه (د اروپا وخت)
ترمپ په پنځو نورو ايالتونو يعني په ورجينيا، جيورجيا، جنوبي کېرالاينا او شمالي کېرالاينا او په نيو همپشاير کي مخکي دی. په فلوريډا کي د ترمپ او کلنتن تر منځ سيالي دوام لري.

USA US Kongress Regierung
د متحده ايالاتو د استازو جرګه په جرګه کي د جمهوري غوښتونکو اکثريت دی.انځور: SAUL LOEB/AFP/Getty Images
USA Präsidentschaftswahl Wahlparty der Demokraten in New York
انځور: Reuters/C. Barria

۰۱:۳۰ بجې شپه (د اروپا وخت)
د (CNN) تلويزيون د يوې وړاندويني له مخي ترمپ په يو بل فدرالي ايالت کي اکثريت رايي ګټلي دي. ويل سوي چي ترمپ په لوېديځ ورجينيا کي د پنځو ټاکنيز استازو رايي خپلي کړي دي. په دې توګه د ترمپ د ټاکنيزو استازو رايي ۲۴ سوې.

۰۱:۱۵ بجې شپه (د اروپا وخت)
له فلوريدا او ورجينيا ايالتونو څخه د ټاکنو لومړۍ پايلي اعلان سوي دي. په فلوريدا کي ترمپ ۵۸،۸ فيصده رايي ګټلي او په دې توګه له هلري کلينتن څخه مخکي دی. په ورجينيا کي کلنتن ۴۹،۵ فيصده رايي تر لاسه کړي او په دې توګه په ډېرو لږو رايو له ترمپ څخه مخکي ده. خو تر اوسه صرف ۱ فيصده رايي شمېرل سوي.

۲۳:۵۵ بجې شپه (د اروپا وخت)
د ترمپ د کامپاين همکاران د ترمپ دفتري ودانۍ ته يو لوی کيک چي ورڅخه د ترمپ مجسمه جوړه سوې، د انتقالېدو په حال کي دي. دغه همکاران د ټاکنو د ماښام د محفل نيولو چمتو والی نيسي.

۲۲:۴۵ بجې شپه (د اروپا وخت)
په انټرنټ کي د ترمپ پر کورنۍ ټوکي رواني دي. ويل کيږي چي د رايه اچونې پر وخت ترمپ د خپلې مېرمني د رايي اچونې پر فورمې نظر اچولی او په همدې شان د خپل زوی د رايي پر کاغذ باندي. د «ډېلي نيوز شو» په نوم کاميدي خپرونې ويلي چي هر هغه رايه اچونکی چي د يو چا له خوا بيرول سوی، بايد چي شکايت وکړي.

۱۵:۰۰ بجې ماسپښين
د ډيموکراټ ګوند کانديدي هېلري کلنتن د خپل مېړه او پخواني ولسمشر بيل کلنتن سره په ګډه خپله رايه وکاروله. هغې په خپل ټاټوبي نيويارک ايالت کي په يوه ښوونځي کي چي د رايه اچونې مرکز دی، رايه واچوله.

USA | Präsidentschaftskandidatin Hillary Clinton auf dem Weg zum Wahllokal
انځور: Reuters/B. Snyder


پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: