ژبي ولي مري؟
۱۳۹۵ اسفند ۳, سهشنبهپه ټوله نړۍ کې ډیري ژبې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي. په آلمان کې هم د «نيدرسوربيش» بومي ژبه يوازي ۷۰۰۰ انسانان وايي. همدا راز په شمالي امريکا کې د «کايوگا» ژبه هم يوازې د ۲۵۰ کسانو مورنۍ ژبه ده، چي د منځه تلو له خطر سره مخامخ ده. همدا راز د دالابون بومي ژبه يوازي یولسو او يا هم تر لږ انسانان پرې خبري کوي.
هر کال د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي د لمانځلو هدف د ژبو تنوع ته د خلکو پام راګرځول دي. د ملګرو ملتونو د روزنیزي، علمي او کلتوري ادارې يونسکو د اټکلونو پر اساس په ټوله نړۍ کې کابو ۶۰۰۰ ژبې ويل کيږي چې ۲۵۰۰ يې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.
په فرانسه کې د «علمي څېړنو د ملي مرکز» غړې کاتارينا هاوده، چې مخکې یې له ګواښ سره د مخامخ ژبو له آلماني ټولني سره په افتخاري توګه کار کاو، وايي: «د خطر يوه ډيره ښکاره نښخه داده چې مور او پلار له خپلو اولادو سره پخپله ژبه خبري نه وکړي.»
نړيوال کيدل هم پکښي مهم دي
هاوده په لاتين امريکا کې د ا پديده پخپله مشاهده کړې. هغې د لسو کالو په اوږدو کې تل د بوليويا سانتا انا دیل ياکوما ته په منظم ډول سفرونه وکړل. د ۱۲۰۰۰ وګړو دغه ښار د ژبپوهني له پلوه ډير جالب دی: دلته هغه ۱۵۰۰ وروستي انسانان اوسي چې د موويما پخوانۍ ژبه یې مورنۍ ژبه ده. خو دا ټول کسان ډير زاړه دي، د ډيری يې ۷۰ کلن دي.
ژبپوهان د يوې ژبي د وروسته پاتي والي په هلکه بيلا بيلو توضيحات وړاندي کوي. په آلمان کې د له منځه تلو له ګواښ سره د مخامخ ژبو د «ماکس ـ پلانک» انستيتوت د آرشيف مشر پاول تریسلبیک، وايي: «ګلوبلايزیشن يا نړيوال کيدنه یې په رښتيا هم يو عامل دی.» دی زياتوي: «انسانان فکر کوي چې که نوري ژبې زده کړي نو په ژوند کې ورته چانسونه ډيریږي.» همدا زار يو فکتور دا هم دی چې د کليو او لیري پرتو سيمو خلک لويو ښارونه ته مخه کوي.
ډيري ژبې د له منځه تلو په حال کې دي
کاتارينا هاوده، وايي زياتره بومي ژبې چې کتبي شوي نه دي، خطر ورته متوجه دی. په بوليويا کې د ښوونځيو د درسي نصاب څخه د کوچنۍ مورنۍ ژبې موويما ایستلو هم پر دې ډير اغیز وکړ. هاوده زياتوي: «په۱۹۵۰م کلونو کې په بوليويا کې داسي ښوونځي رامنځته شول چې يوازې په هسپانوي ژبه پکښې درس ورکول کيده.» د دې په پايله کې ميندو او پلرونو هم له خپلو اولادونو سره د هسپانوي ژبې په ويلو پيل وکړ او خپلې مورنۍ ژبې ته یې شا کړه. وروسته په ۱۹۹۴م کال کې د ښونیزو اصلاحات له لاري ۳۰ بومي ژبو بیرته د بوليويا په ښوونځيو کې ځای پيدا کړ.
د يونسکو په حواله له۱۹۵۰م کال راهيسي تر۲۰۰ زياتي ژبي مړې شوي دي. پاول تریسلبيک، له ويچه ويله سره په خپله مرکه کې وويل: «په تيرو لسيزو کې ښايي د ورکو شويو ژبو شمير ډير لوړ شوي وي.»
د لسو کالو په اوږدو کې څيړونکو د نړۍ ليري پرتو سيمو ته سفرونه وکړل او هلته یې له هغو انسانانو سره خبرې وکړې چې مورنۍ ژبې یې له ګواښ سره مخامخ دي. د دوی ويديوګانې او صوتي مواد د معلوماتو په آنلاين مرکزونو کې ساتل شوي دي.
تشويق پريکړنده نقش لري
تریلسبيک وايي: «د دې پروژې هدف د څېړنيزو موخو له پاره له ګواښ سره د مخامخ ژبو په اړه معلومات راټولول ول، خو دا آرشيف د ژبو له پاره ښايي ډير مهم وي.»
دی زياتوي دغه سوابق د تدريسي موادو د اساس په توګه کارول کيدای شي خو د يوې داسې ژبې د بیرته غوړيدو له پاره کافي نه دي چې د ورکيدو په حال کې وي. تريلسبيک زياتوي: «تر ټولو مهمه داده چې د يوې ژبې راتلونکو نسلونو ته د انتقال له پاره انګيزه او تشويق له نوي سره پيدا شي.»
نوموړی زياتوي: «دې کار هم مثبت تاثير کړی چې ډير انسانان د ځيرکو تليفونو له لاري انترنت ته لاس رسی لري په دې توګه دوی ډيري بومي ژبې د مثال په توګه د يوټيوب له لاري اوريدلای شي.» د تریلسبيک په آند دا هم د يوې ژبې په ساتنه کې مرسته کولای شي.