1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ږرنوسکي: پر ليبيا باندي حمله کونکي بايد محاکمه سي

۱۳۸۹ اسفند ۲۹, یکشنبه

د روسيې د ازاد ديموکرات ګوند مشر او د پارلمان د وياند مرستيال ولاديمير ږرنوسکي هغه هيوادونه چي د ليبيا د مشر معمرالقذافي پر رژيم باندي يې حمله کړې تجاوزګر هيوادونه بللي دي.

https://p.dw.com/p/RAvD
ولاديمير ږرنوسکي
ولاديمير ږرنوسکيانځور: picture-alliance/ dpa

« د ناټو د بلاک ، وحشي انسانانو او قاتلينو د پاره د شرم ځای دي. هغه وخت راتلونکی دی چي دغه ټوله اوباشان به محاکمې ته راکښل کيږي؛ ډير ژر يو نړيوال تريبونال، لکه د نورنبرګ محاکمه دايريږي او دغه ټوله وحشيان به د هغو د کړنو له مخه په سزا رسيږي.»

ږرنوسکي نن په مسکو کښي په يوه خبري غونډه کښي وويل چي، د روسيې ازاد ديموکرات ګوند د هغو هيوادونو په وړاندي چي پر ليبيا باندي حمله کړې خپل د احتجاج ږغ پورته کوي.

ږرنوسکي زياته کړه چي :« د ناټو مکارانه بريدونه، يوار بيا د لويدځو هيوادونو مستعمره آميزه کړني بيانوي.»

د هغه په خبره يوګسلاويا، افغانستان او عراق- دا ټوله ددغو قانوني دولتونو مثلانونه دي چي هلته يې د جيبونو سياسي رژيمونه جوړ کړل. ددغو ټولو کړنو هدف- پر جغرافي سياست او مادي ګټو باندي کنترول پيدا کول دي.

هغه په دې باور دی، چي « د مستعمرې جوړولو دغه ښکاره سياست، د هغه پټو درواغو ښکارندوی دی چي، د ولسي خلکو په سترګو کي خاوري پاشل کيږي.

« دا د ليوانو سياست دی چي د پسه په پوست کي ور مخ ته کيږي، ځکه چي د زورزياتي په وخت کښي نوي اروپايي وحشيان ددغو هيوادونو په ژوند کښي نه يوازي دا چي ښه والی رانه غلي، بلکي هغه نور هم خراب سو.»

ږرنوسکي ويلي چي هغو هيوادونو چي پر ليبيا باندي يې حملې کړی هغوی ته نړيوال قوانين هيڅ ارزښت نه لري.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: نجيب الله زيارمل