1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډېری آلمانان په نړيوالو شخړو کي د پوځي مداخلې مخالف کوي

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱۱, جمعه

په آلمان کې د یوې نظر پوښتني پایلي ښيي چې ډېر آلمانان مخالف دي چې هیواد یې په نړیوالو پوځي ماموریتونو کې لا ‌ډیره برخه واخلي. د دغه هيواد د دفاع نوي وزیري غوښتي ول چې هيواد دې په دغه برخه کي لا ډیره پوځي ونډه واخلي.

https://p.dw.com/p/1B0Cq
انځور: picture-alliance/dpa

په یوه نوې نظر پوښتنه کې چي پايلي يې د جمعې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۳۱) خپرې شوې له آلمانیانو څخه پکښې پوښتل شوي دي چې آیا غواړي د هیواد پوځ يې د نړۍ په کړکیچ ځپلو سیمو کې له پوځي اړه لا ډېره ونډه واخلي،۶۱ سلنه آلمانیانو منفي ځواب ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې۳۰ سلنه آلمانیانو بيا د دغه شان یوه اقدام ملاتړ کړی دی. نظر پوښتنه د آلمانی ARD راډيو تلويزيون له خوا تر سره شوې ده.

په دغه نظر پوښتنه کي د رواني اونۍ له دوشنبې ورځي څخه بیا تر پنجشنبې ورځي پوري نزدې۱۰۰۰ کسان پوښتل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د دفاع نوي وزیري اورزلا فون دېرلاین، تیره اوونۍ په یوه مصاحبه کې ویلي ول چې آلمان باید په افریقا کې نوره هم خپله ونډه ډېره کړي او مالي هیواد ته دي لا ډیر پوځي روزونکي واستوي او په مرکزي افریقا کې دي د فرانسوي ځواکونو لا ډیر ملاتړ وکړي.

د آلمان د دفاع وزیري له «دېر شپیگل» مجلې سره په خپله مرکه کې ویلي ول چې هيواد يې باید د خپلو همکاریو په چوکاټ کې په نړیواله کچه خپله پوځي ونډه لا ډیره کړي. هغې ویلي ول چې په کړکېچ ځپلو افریقايي هیوادونو کې آلمان په داسي حال کې چې هلته وژني او جنسي تیري هره ورځ ترسره کیږي خپل مخ بلي خوا ته اړولای نه شي».

د دغي آلمانۍ سیاستوالي دغو خبرو په آلمان کې یو نوی بحث رامنځ ته کړی دی. دا په داسي حال کې ده چې همدا اوس آلمان د مونشن امنیتي کنفرانس له پاره چمتوالی نیسي. په دغه کنفرانس کې هرکال پر نړیوالو مهمې امنیتي مسایلو باندي خبري کیږي.

له بلې خوا ‌د آلمان صدراعظمي انگېلا میرکل، د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو له عمومي منشي بان کي مون سره تر لیدني وروسته وویل چې دا به بل هیواد ته د آلماني سرتیرو تر استولو مخکي په افغانستان او کوسوو کې د آلماني عسکرو ماموریت په پام کې ونیسي.

هغې روښانه کړه چې دغه شان پوځي ماموريت د آلمان وروستی انتخاب گڼي او پر دیپلوماسي، پرمختیایي مرستو او د سیمه ییزو ځواکونو پر روزني باندي ډېر ټينګار کوي.

میرکل مرکزي افریقا جمهوریت ته د آلماني سرتیرو استول رد کړل. دا په داسې حال کې ده چې بان کي مون ویلي ول چې هغه غواړي آلمان په نړیوالو مسایل کې لا ډېره ونډه واخلي.

په یوه بلې نظر پوښتنه کې چې د ستیرم مجلې له خوا ترسره شوې ده ۵۱ سلنه آلمانیانو ویلي دي چې هغوی غواړي د هیواد پوځ یې په افریقايي هیوادونو او کړکیچ ځپلو سیمو کې بشري فعالیتونه وکړي خو ۴۳ سنله نورو آلمانیانو بیا دغه کار رد کړی وو.