ډیره اسماعیل خان: بمي چاودنې درې تنه وژلي دي
۱۳۹۱ آذر ۵, یکشنبهاعلان
د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کي د يکشنبې په ورځ په يوه بمي بريد کي درې انسانان وژل سوي او تر ۵۰ څخه زيات نور ژوبل سوي دي. د ځايي پوليسو يو چارواکي فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه بريد په ډېره اسمعيل خان، کي د شعيه مذهبو د عزادارۍ پر غونډه سوی دی. په همدغه ښار کي د شنبې په ورځ هم بمي بريد اته انسانان وژلي ول.
دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان په يو شمېر ښارونو کي د گرځنده تلیفوني شبکو فعالیتونه درول شوي او پر موټرسائيکلونو پر سپرلي هم بنديز لگول سوی دی. د پاکستان د تحريک طالبان وسله والې ډلې د عاشورا د بمي بريدونو پړه په غاړه اخيستې ده چي پکښي د راولپنډۍ ښار د پنجشنبې بريد هم شامل دی. پدغه بريد کي ۲۳ انسانان وژل سوي ول.