ډپلوماتان: ايران د يورانيمو د غني کولو پروسه پراخوي
۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبهاعلان
د نړيوالو نيوکو سره سره ايران غواړي چي د خپل اټومي پروگرام په ترځ کي، د يورانيمو د غني کولو پروسه لا پراخه کړي. په ويانا کي د اټومي انرژۍ د څار ادارې څو تنو ډپلوماتانو ويلي دي چي ايران په پام کي لري چي ډېر ژر په زرگونه سنټري فوژونه په کار واچوي.
دغه سنټري فوژونه د ايران د قم ښار په اټومي دستگاه کي تر مځکي لاندي نصب کړل سوي دي. ويل سوي دي چي نوي سنټري فوژونه به د پخوانيو په پرتله ډېر اغېزمني وي. دغه سنټري فوژونه د يورانيمو د غني کولو له پاره په کار اچول کيږي. په پام کي ده چي راتلونکې اوونۍ به بيا د اټومي انرژۍ د څار د ادارې چارواکي ايران ته سفر وکړي.