1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک په افغانستان کي خپل جنگي ماموريت ختموي

۱۳۹۰ تیر ۲۳, پنجشنبه

د ډنمارک هيواد چي د ايساف غړي دي وايي حکومت يي پريکړه کړې چي خپل ټول سرتيري له افغانستان و باسي. د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو وروسته د دغه هيواد په سلګونو تنه سرتيري د افغانستان په هلمند او کابل ولايتونو کي ميشت دي.

https://p.dw.com/p/11uvm
د آلمان او ډنمارک هيواد بيرغونه
د آلمان او ډنمارک هيواد بيرغونهانځور: AP

د دغه هيواد ډيری سرتيري د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کي له امريکايي ځواکونو سره يو ځای ماموريت پر مخ بيايي.

په کابل کي د ډنمارک سفير نن د يوې خبري غونډي پر مهال وويل، چي هيواد به يي له ۲۰۱۲ کال وروسته په افغانستان کي جنګي سرتيري و نه لري، بلکي د بيا ودانولو پروژې به پر مخ بوزي.

ډنمارک په داسي وخت دغه اعلام کوي چي امريکا، برتانيې، فرانسې او آلمان هم د خپلو سرتيرو د وتلو په باب مهال ويشونه وړاندي کړي او امريکا خو د عسکرو د ايستلو لړۍ پيل کړې ده.

نوموړي وايي چي هيواد به يې په هر حالت کي له افغانستان سره خپلو ملکي مرستو ته دوام ورکړي.

کرسشن ډاميسکورد وايي، چي د طالبانو د رژيم له نسکوريدو را پدي خوا يي هيواد د افغانستان د بيا ودانولو په برخه کي په سلګونه مليونه ډالره مرسته کړې او ملکي مرستي به يې د کابل له حکومت سره د پوځي ماموريت له خطميدو وروسته هم غزيدلي وي.

په کابل کي د ډنمارک سفير وايي چي په روان عيسوي کال کي به له افغانستان سره د هغه هيواد مرستي سل مليونه امريکايي ډالرو ته لوړي سي، چي تير کال يي اندازه يوازي پنځوس مليونه ډالره وه.

نوموړي وايي چي له افغانستان سره به د دوی د هيواد ډيره مرسته سوي پيسي د افغان پوليس ځواک د روزولو په برخه کي ولګول سي.

تيره ورځ د ناټو يوه کاناډايي جنرال وويل چي د افغان پوليسو د روزني موده به له دريو مياشتو شپږو ته وغزوي، ځکه درې مياشتي د هغوی د مسلکي روزلو له پاره کافي نه دي.

ډنمارک هيواد دمګړی د افغانستان په جنوبي هلمند ولايت کي شاوخوا اته سوه سرتيري لري.

ټاکل سوې چي دغه شميره به د روان۲۰۱۱ کال تر پايه پوري۶۵۰ تنو ته را ټيټه سي.

د هاي کژولتيز ډاټ اورګ ويب پاڼي د راپور پر اساس، تر اوسه پوري د ډنمارک شاوخوا ۴۸ عسکر په افغانستان کي د بېلا بېلو عملياتو پر مهال وژل سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل