1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک لاس ته ورغلي تاريخي اثار کابل ته واستول

۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۸, جمعه

د اټکل له مخې څلور زره لرغوني څيزونه چې د ډنمارک د سرحدي پوليسو لاسو ته ورغلي وو بېرته د افغانستان ملي موزيم ته ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/DK9o
«افغانستان پخوا د نړۍ څلور لاری و» لومړی وزير رسموسن
«افغانستان پخوا د نړۍ څلور لاری و» لومړی وزير رسموسنانځور: Pahjwok Afghan News
دغه څرگندونې د ډنمارک لومړي وزير فوگ رسموسن کابل کې د يوې کتنې په ترڅ کې وکړې. دغه تاريخي اثار چې يو څو کاله مخکې په ډنمارک کې نيول شوي وو د لومړۍ او دويمې ق م پېړۍ سکې دي او د زمرو او آسونو مجسمې. له ولسمشر کرزي سره يو ځای رسنيو ته د وينا پر مهال ښاغلي رسموسن زياته کړه چې «د غه لرغوني ميراث ساتنه د نړيوالې ټولنې گډ مسووليت دی». دا په داسې حال کې ده چې سويس دوې مياشتې وړاندې ملي موزيم ته 1400 لرغوني اثار بېرته ورکړي وو. له ډنمارک څخه په بېرته راوړل شويو اثارو کې د ډنمارک د لومړي وزير په اند داسې سکې شته چې ښيي افغانستان پخوا «د نړۍ څلور لاری« و.