1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډاکه کي يرغمل نېونه د ۲۶ انسانانو په مرګ پای ته ورسېده

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۱۲, شنبه

د بنګله دېش امنيتي قواوو د وسله والو له منګولو يو شمېر يرغمل کسان را آزاد کړي دي. د دغې يرغمل نېوني او وسله وال بريد پړه داعش په غاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/1JHqT
Bangladesch Anschlag Schießerei in Dhaka
انځور: Getty Images/M. H. Opu

د هغه څخه ۹ ساعته وروسته چي وسله والو دبنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کي يو شمېر کسان يرغمل کړل او يوه ودانۍ يې ونیوله، امنيتي چارواکي په دغه ودانۍ ننوتل. ويل سوي چي د امنيتي چارواکو په دغو عملياتو کي يو شمېر يرغمل سوي کسان راآزاد کړل سوي هم دي. يو امنيتي چارواکو و رسنيو ته ويلي چي دوی ۱۳ يرغمل زا آزاد کړي دي.

د دې څخه ۹ ساعته ترمخه وسله وال کسان په يو ريستورانت ننوتل او هلته يې مېلمانه چي پکښي بهرنيان هم شامل ول، يرغمل ونيول. د دغې يرغمل نيونې پړه د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخيستې ده.

د بنګله دېش د رسنيو د خبرونو له مخي د پوليسو له لوري په ريستورانت د ننوتلو په ترڅ کي لږ تر لږه ۵ يرغمل نيونکي وسله وال وژل سوي دي. د دې څخه تر مخه چي امنيتي کسان د نيول سوي ريستورانت په ودانۍ ننوزي، دغه ودانۍ او شاوخوا سيمه د پوليسو او عسکرو او ځانګړو امنيتي قواوو له خوا کلابنده کړل سوې وه. د فرانس پرېس خبري آژانس يو عکاس ويلي چي د سختو ډزو د تبادلې شور يې اورېدلی دی.

د جمعې په ورځ د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کي د لږ تر لږه ۸ وسله والو کسانو له خوا پر يو هسپانوي ريستورانت «هالي ارتيسان بېکري» وسله وال بريد تر سره کړل سو. دغه ريستورانت د ډاکه د دپلوماتانو په ناحيه کي واقع دی. د راپورونو له مخي دغو وسله والو کسانو و ريستورانت ته د ننوتو وروسته د «الله اکبر» نعرې وهلې او هلته يې چاودنې رامنځ ته کړې.

د پوليسو په وينا د بريد پر وخت په رېستورانت کي لږ تر لږه ۲۰ انسانان موجود ول. د راپورونو له مخي يرغمل نيونکو د څو ساعتو له پاره د پوليسو سره د ډزو تبادله وکړه او پر پوليسو يې چاودېدونکي توکي وغورځول. د راپورونو له مخي په دغه بريد کي دوه پوليس وژل سوي او لږ تر لږه ۲۵ انسانان ژوبل سوي دي.

داعش که ځايي ډله؟

د دغه بريد پړه د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخيستې ده. بنګله دېش چي اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي، په تيرو څو مياشتو کي د توندلارو اسلامپالو د بريدونو هدف ګرځېدلی دی.

په دغو بريدونو کي اکثره وخت غېر مسلمان کسان او دين نه لرونکي کسان په نخښه کړل کيږي. د دا ډول بريدونو پړه تر اوسه يا القاعدې او يا هم داعش له خوا پر غاړه اخيستل کيږي.

خو د بنګله دېش حکومت دا نه مني چي په دغه هيواد کي د ترهګرو بريدونو تر شا دي د بهرنيو ترهګرو لاس وي. دغه حکومت وايي چي دغه بريدونه د ځايي توندلارو اسلامپالو له خوا تر سره کيږي. بنګله دېش د دغو بريدونو پړه پر انصار السلام او جماعت المجاهدين ډلو وراچوي.

د راپورونو له مخي د وسله والو له خوا په نيول سوو کي بهرنيان هم شامل دي. زياته سوې چي له دغو څخه ۷ يې اېټالويان دي. ويل سوي چي د بريد پر وخت په دغه ريستورانت کي يو شمېر جاپانيانو هم حضور درلود.

تعقيب

د بنګله دېش امنيتي چارواکو و هندي رسنيو ته ويلي دي چي د يرغمل نېونې ريستورانت يې په بشپړه توګه له تره ګرو پاک کړی دی او ټول ۶ يرغمل نيونکي يې وژلي دي. د وروستي معلوماتو له مخي ۲۰ يرغمل کسان هم وژل سوي دي.