1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین په افغانستان کې د پوځي گزمو رپوټ رد کړی

۱۳۹۵ اسفند ۶, جمعه

د چین د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ هغه رپوټونه رد کړي دي چې د افغانستان په دننه کې یې پوځي موټرو گزمه کوله. د چین په وینا دواړه هیوادونو د خپلو پولو په اوږدو کې د تروریزم عملیات کوي.

https://p.dw.com/p/2YAzX
Pamir Gebirge Afghanistan
انځور: imago/blickwinkel

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په روانې میلادي میاشتې کې د مرکزی آسیا – قفقاز تحلیلي فکري مرکز، پر خپله ویبپاڼه کې هغه یو رپوټ خپور کړی چې وايي:  د چین ځواکونه د افغانستان په خاوره کې له خپل افغان لوري سره په گډه گزمې تر سره کوي. دغسې یو رپوټ د نومبر میاشتې کې هم په هندي رسنیو کې راڅرگند شوی وو.

 خو د چین د دفاع وزارت ویاند رین گوچیا، ویلي دي چې د چین د عامه امنیت ادارې د چین - افغانستان د پولې په اوږدو کې د تروریزم ضد همکاري کوي. نوموړي ویاند په خپل میاشتني عادي خبري کنفرانس کې وویل چې دا د افغانستان او چین د قانون پلي کولو ارگانونه دي چې د یوې دوه اړخیزې موافقې له مخې عمل کوي. د هغه په خبره د دغې موافقې له مخې دواړه هیوادونه د تروریزم پرضد او دغه راز د سرحدي جرایمو پر ضد گډ عملیات کوي.

رین په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي: «په بهرنیو رسنیو کې په افغانستان کې د چینایي پوځي موټرو گزمه له حقیقت سره مطابقت نه لري.»

چین او افغانستان د منځنۍ آسیا د یوې لیرې غرنۍ سیمې په یوه کونج کې ۷۶ کیلومتره گډه پوله لري.

رویټرز په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې چین له اوږدې مودې راهیسې په دې هکله انديښنه لري چې په افغانستان کې بې ثباتي ښایي د چین په لویدیځ کې د شیینجیانگ سیمې ته واوړي کوم چې د ایغوري مسلمان لږکیو ټاټوبی دی. په دغه سیمه کې په تیرو څو کلونو کې د ناکراریو په ترڅ کې په سلگونو کسان وژل شوي دي چې چین یې پړه پر تندلارو اسلامپالو وراچوي.

د نوموړي خبري آژانس رپوټ زیاتوي چې چین په وروستیو وختونو کې له پاکستان او امریکا متحدو ایالاتو سره د افغانستان د سولې د خبرو اترو په برخه کې په گډه کار کړی دی چې په دغه هیواد کې د وسله والو طالبانو بلوا پای ته ورسیږي چې پنځلس کاله پرې اوړي.