1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین په افغانستان کې د امریکا شتون سل په سلو کې نه غواړي، نه مني

۱۳۸۸ تیر ۳, چهارشنبه

د افغانستان کورنې جګړې او بې ثباتې نه یوازې په دې ورستیو کې، بلکې د کم وزیات شلو کالو را په دیخوا د چین د حکومت مخ ځانته راګرځولې دی.

https://p.dw.com/p/IZDx

میرمن ګودرون واکر، د چین او منځنې آسیا د سیاسي چارو کارپوهه، په دې باور ده چې افغانستان د چین لپاره په لومړي قدم کې د یوه خوږ لاس حیثیت لري:

«چین لا په نویمې لسیزې کې په افغانستان کې د خطر سرچینې لیدلې او د منځنې آسیا لپاره یې دبې ثباتې ګواښ او په خپلو شمال غربي او مسلمان میشته سیمو کې ددې بې ثباتیو د انعکاس ویره درلودله. دا موضوع د شنګهایې د ګډکار د سامان په ناستو کې څوڅو وارې مطرح شوې چې چین هم ددې سازمان یو غړې دې، خو چین دې ته هیڅ کله هم حاظر نه وو چې په موستقیمه توګه د سیمې د ثبات لپاره کار وکړي.»

میرمن ګودرون واکر چې تازه آسیا ته د یوه سفر څخه راستنه شوې وایې چې په افغانستان کې د لویځ فوځي ځاکونه او په خاصه توګه د امریکه د متحده ایالاتو د عسکرو شتون د چین لپاره دا مسله نوره هم پیچلې کړې ده . نوموړې په دې باور ده چې چین په افغانستان کې د امریکه د فعالیتونو څخه ویره نه لري خوچین دې دوو خبرو ته ډیر ځیر دې

«اول داچې امریکه په کوم مقصد او د څومره مودې لپاره منځنې آسیا ته راغلې او دویم دا چې تر کومه حده به وکولې شي چې په افغانستان او پاکستان کې د بې ثباتې مخه ونیسي.»

ګودرون واکر وایې چین په افغانستان کې د امریکه شتون سل په سلو کې نه غواړي، نه مني. هغه وایې چې د امریکه او چین تر مینځ اړیکې، څومره چې ګمان کیږي، هومره خرابې نه دي.

د میرمن وکر استدلال دادې چې چین نه غواړي چې د امریکه لخوا محاصرهشي خو په عینې وخت کې دا هم نه غواړي چې پاکستان بې ثباته شي او د افغانستان جګړه دوام پیدا کړ.

د بله پلوه د پاکستان بې ثباتي به په سیمه کې د ځواک د انډول له مخې د هند په ګټه، کوم چې د چین پخوانې دشمن ګڼل کیږي، تمامیدای شي. نو میرمن واکر ددې خبرې په ړنا کې داسې استدلال کوي ې چې د پاکستان ثبات د افغانستان له ثبات پورې تړلې دی نو ځکه چین امریکه ته په سیمه کې د امن د راوستلو لپاره اړه ویني.

ګودرون وکر په دې باور ده چې د چین لپاره په لومړي قدم کې پاکستان ډیر مهم دی او پیکنګ دې ته حاظر نه دې چې د اوباما په راتلو سره د پاکستان سره دګډکار کمه موقع په لاس ورغلې هغه له لاسه ورکړي.

خو ګودرون وکر دا هم وایې چې چین به د امریکه سره د مرستې او د سیمې د ثبات د ټینګولو په بدل کې ډیر امتیازات لاس ته راوړي .

«د چین یوه غوښتنه به دا وي چې امریکا چین د یوه خپلواکه، با صلاحیته او بامسولیته هیواد په څیر قبول کړي.»

بريښنا صابر
کتونکی: يحيی وردک