1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین له افغانستان سره درې تړونونه لاسلیک کړل

خليل الرحمن اُمېد۱۳۹۴ آبان ۱۲, سه‌شنبه

د چین د ولسمشر مرستیال د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د ټینګښت د شپېتمې کلیزې په مناسبت کابل ته سفر کړی. د دواړو هېوادونو استازو د لوړو زده کړو، امنیت او کورجوړونې په برخه کې درې تړونونه هم لاسلیک کړل.

https://p.dw.com/p/1Gyvz
انځور: Reuters/A. Masood

د چین د ولسمشر مرستیال لي یون چو، چې د یوه چینايي پلاوي مشري کوي په کابل کې له ولسمشر غني سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړې چې د کابل د امنیتي خوندیتوب په اغېزمنۍ تمامېدی شي. په دې ترڅ کي يادو اړخونو په کابل کي يو خبري کانفرانس ته هم خبري وکړې.

چین او افغانستان وروسته له دې چې د ناټو عسکر له افغانستان څخه ووتل خپلو اړیکو ته نور هم پراخوالی ورکړی دی. د چین د ولسمشر مرستیال لي یون چو په دې کنفرانس کې وویل:« چین د افغانستان یوه ښه همکار دی دغه تړونونه چې موږ لاسلیک کړل ددې ښکارندويي ‌کوي ‌چې د افغانستان او چین خلک ډېره ژوره دوستي لري.

دغه چینايي چارواکي هیله څرګنده کړه چې مرستې به یې د افغانانو د ژوند په آرامښت او ښه والي کې رول ولوبوي.

درې تړونونه

د افغانستان او چین حکومتونو درې تړونونه د امنیت، کور جوړونې او تحصلي بورسونو په برخه کې لاسلیک کړل. په دغو تړونونو کې چین د کابل د امنیتي دروازو د خوندیتوب له پاره سکنران، په کابل کې د لس زره کورونو جوړول، او له کاله د پنځوس بورسونو ورکول منلي دي.

په کابل کې د ژمنه شویو کورونو د جوړېدو له پاره چین ۵۰۰ میلیونه یوان چې شاوخوا ۷۹ میلیونه امریکايي ډالر کیږي منلي دي. په یادو کورونو کې به د اوسېدو له ‌پاره تر ټولو وړاندې د ملي ځواکونو د وژل شویو او ټپیانو شویو سرتېرو کورنیو ته ځای ورکول کیږي.

په دویم تړون کې چې په امنیتي برخه کې شوی د کابل امنیت په پام کې نیول شوی چې د ور ننوتونکو لارو له پاره به امنیتي سکنران پکې کېږدي.

که څه هم وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې خپل جګړه ییز تاکتیک بدل کړی او د ځانمرګو بریدونو پر ځای مخامخ او لوی جګړې کوي خو بیا هم کلونه کلونه په کابل کې ځانمرګي بریدونه کیږي او عامو وګړو ته زیان رسوي.

چارواکي وايي د دې سکنرانو په مرسته به د کابل امنیت ډېر خوندي او د چاودېدونکو توکو د داخلېدو مخنوی به پرې وکړل شي.

د دریمې یا تحصلي پروژې په اړه ولسمشر وايي‌ چې تېر کال هم چین درې زره افغان زده کړیالانو ته بورسونه منلي و خو زیاتوي چې د هر کال له پاره یې پنځوس نور بورسونه هم منلي دي.

ولسمشر وايي په دې سره به افغان محصلین خپل ظرفیتونه لوړ او د هېواد په بیا رغونه کې به ګټه ترې واخلي. هغه وویل:« نو په دې توګه به د کار رامنځته کولو ته چې زموږ عمده موضوع ده جدي پام وکړو، او موږ به هغه ظرفیتونه ولرو چې ان شا الله وکړی شو د هېواد پټه پانګه د خپلې خاورې د ابادۍ له پاره وکاروو.»

د چین سیاست

د چین هېواد ولسمشر شي جینپينګ د سیمې له پاره د یوې لارې تر عنوان لاندې سیاست غوره کړی چې تر ډېره اقتصادي بڼه لري او ګڼ شمېر هېوادونه به د ورېښمو د لارې له لارې سره ونښلوي.

ولسمشر غني له دې سیاست څخه ستاینه وکړه او ویې ویل:« زموږ دوستي هم په ګډو ګټو او هم په ګډو ګواښونو ولاړه ده، د چین سیاست د سیمې د ثبات او هوساینې سیاست دی، او د یوه قمربند او یوې لارې سیاست چې ښاغلي شي جینپينګ رامنځته کړی او تطبیق کړی د سیمې د ګډې هوساینې او د هېوادونو د مساواتو له پاره د هغوی ښه سیاست دی.»

چین چې د افغانستان یو له ښو ګاونډیو بلل کیږي د کارپوهانو په باور په سیمه او خاصه توګه د افغانستان د امنیت او سولې له پاره خورا اغېزمن تمامېدلی شي. چین هېواد پلان لري چې د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې یو ځل بیا د ورېښمو لار فعاله او له اروپا سره له همدې لارې وصل شي.