1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: طالبان د سولې خبرو له بیا پیلولو سره لیوالتیا لري

آژانسونه/مسعود۱۳۹۴ مهر ۵, یکشنبه

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې، ویلي دي چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو اترو له بیا پیلیدو سره لیواله دي. هغه د سیمې پر هیوادونو باندې غږ وکړ چې د دواړو اړخو تر منځ د راتلونکې غونډې له پاره لاره هواره کړي.

https://p.dw.com/p/1GeIH
Wang Yi Außenminister China zu Besuch in Kabul und Zarar Ahamad Osmani
انځور: DW

د چین د بهرنیو چارو وزیر، په نیویارک کې د افغانستان د سوله ییزې بیا رغونې په اړه یوه کنفرانس ته وویل چې افغان حکومت او طالبان دواړه د سولې د خبرو اترو له پیلیدو سره لیوالتیا لري.

هغه وویل: «تر هغه ځایه چې موږ پرې پوهیږو، افغان حکومت او طالبان دواړه غواړي چې د سولې بهیر بیا پیل کړي. چین غواړي پر نورو اړخونو باندې غږ وکړي چې د دې بهیر ملاتړ وکړي او طالبان او افغان حکومت تشویق کړي چې په دې بهیر کې کډون وکړي او خبرو اترو بل غونډې ته لاره هواره کړي.»

تر دې مخکې افغان حکومت او طالبانو د لومړي ځل له پاره په پاکستان کې سره د سولې خبرې اترې وکړي، او د راتلونکې غوندې له پاره یې هم شرایط او نیټه وټاکله. خو دغه غونډه د طالبانو د مشر د مړینې خبر له تاییدیدو سره ترسره نه شوه او د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور، یو ټینګار وکړ چې د افغان حکومت پر ضد به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په لومړی غونډه کې چې د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد څنډه کې ترسره شوې وه، چین او امریکا متحده ایالاتو هم د لیدونکو په توګه ګډون کړی وو.

که څه هم ولسمشر غني واک ته تر رسیدو وروسته له پاکستان سره د نزدې اړیکو لرلو هڅه وکړه، خو د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې په وروستیو وختونو کې د هغو بریدونو له کبله ترینګلې شوې دي چې کابل او اسلام آباد یې پړه یو پر باندې اچوي. د افغانستان اجراییه وي رییس عبدالله عبدالله، چې په دغه غونډه کې یې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی وو یو ځل بیا پر اسلام آباد باندې نیوکه وکړه. هغه وویل: «موږ د پاکستان ضد یاغیانو پر وړاندې، چې د افغانستان او پاکستان له پاره ګواښ رامنځ ته کوي، مشخص اقدامات کړي دي. خو په مقابل کې مو داسې روښانه شواهد نه دي لیدلي چې زموږ د خلکو پر وړاندې د ترهګري ګواښ، په سرحدي سیمو کې د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو، له هغوی سره د مرستو قطع کولو، کمیدل وښيي. موږ داسې شواهد په لاس کې نه لرو چې وښي د سرحد په دواړو خواوو کې د ثبات رامنځ ته کیدو په موخه اقدامات شوي دي.»

ډیر شمیر کارپوهان په دې اند دي چې چین د پاکستان د نزدې اقتصادي او ستراتیژیک ملګري په توګه کولای شي چې په اسلام آباد باندې فشار راوړي ترڅو د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي. د دغه هیواد د بهیرنیو چارو وزیر د شنبې ورځپ په کنفرانس کې وویل: «نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مرسته وکړي، چې له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري. له همدې کبله دا ډیره مهمه ده چې موږ د افغانستان او پاکستان د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې غواړي یو له بل سره ښې اړیکې ټینګې کړې ترڅو په سیمه کې ثبات رامنځ ته شي.»

د شنبې ورخې په کنفرانس کې چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې جوړ شوی وو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په ګدون یو شمیر نړیوالو چارواکو ګډون کړی وو. د ونډې ګډونوالو له ۲۰۱۵ کال څخه بیا تر ۲۰۲۵ کاله پورې د افغانستان پر بیارغونه او له دې هیواد سره پر دوامداره همکاري باندې ټینګار وکړ.

په غونډه کې له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنه و نه شوه خو ګډونوالو د یوه باثباته او خودکفا افغانستان پر رامنځ ته کیدو باندې ټینګار وکړ.