1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د مجرمینو د بدن د غړو د راایستلو لړۍ دروي

۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعه

یوه چینایې چارواکي ویلي دي چې چین به ژر د مرگ په سزا له محکومو کسانو څخه نورو خلکو ته د پیوندولو په موخه د هغوی د بدن د غړو د راایستلو لړۍ ودروي.

https://p.dw.com/p/14Pz1
انځور: picture-alliance/dpa

د چین د روغتیا د وزیر مرستیال د «شین هوا» له تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې په راتلونکو کلونو کې به د مرگ په سزا محکوم زندانیان د پیوندولو له پاره د بدن د غړو د اصلی منبع نه وي. هغه زیاته کړې ده چې دا پلان به د درو څخه تر پنځو کلونو په ترڅ کې پلي شي.

اوس په چین کې له هغو کسانو څخه چې د مرگ په سزا محکوم شوي وي د هغوی د بدن غړي راایستل کیږي او د طبي عملیاتو په ترڅ کې د هغو کسانو په بدن کې پیوندیږي چې ورته اړتیا لري.

د بشري حقونو یو شمیر فعالو سازمانونو پر چین باندې نیوکه کوي او وايي چې دا کار له بشري حقونو څخه یو ډول سر غړونه ده ځکه چې د دغو سازمانونو په خبره زندانیان د پیوندولو له پاره د خپل د بدن غړو بخښلو ته د دولت له خوا مجبوریږي. دا په داسې حال کې ده چې چین وایي زندانیان پخپله خوښه دې کار ته غاړه ږدي.

د چین د روغیتا د وزارت د مرستیال په خبره په دغه سیستم کې ځکه بدلون رامنځ ته کیږي چې د مرگ په سرزا محکوم زندانیان ډیر وخت ناروغه وي او د هغوی د بدن غړي د نورو انسانانو له پاره تر ټولو ښه انتخاب نه وي.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې دا چې زندانیان په ناروغیو اخته وي هغه کسان چې د دوی د بدن غړي ورته د طبي عملیاتو په ترڅ کې پیوند شوي وي د لږ وخت له پاره ژوندي پاته کیږي.

چینایي ډاکتران هر کال د بدن د غړو د پیوندولو ۱۰۰۰۰ عملیاتونه تر سره کوي. دا په داسې حال کې ده چې هر کال له یوه میلیون څخه ډیر کسان د داسې عملیاتونو له پاره انتظار باسي.

په چین کې د بل هر هیواد په پرتله ډیر اعدامونه تر سره کیږي. که څه هم د چین دولت د کلنیو اعدامونو شمیرې نه خپروي خو د بشري حقونو فعال سازمانونه وایي چې په چین کې د کلنیو اعدامونو شمیره زرونو ته رسیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض