چین د الجزیرې تلویزیون خبریاله له هیواد څخه و ایستله
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهاعلان
چین د الجزیرې په نامه د عربي تلویزیون یوازینۍ انګلیسي ژبې خبریاله له دغه هیواد څخه و ایستله. دا د ۱۹۹۸ کال راهیسي اول وار دئ چي د پیکنګ حکومت یوه خارجي ژورنالیسته له هیواد څخه باسي. په قطر کي د دغي رسنۍ نمایندګي ویلي دي چي موږ بله لاره نه درلوده، بې له دې چي د انګلیسي ژبې دغه اداره وتړو. خبریالي میلیزا چان ته نور د ویزې او اسنادو د ورکولو څخه ډډه وسوه. ددې خبري علت ښايي د الجزیرې له خوا د هغه رپوټ خپرېدل وي، چي پکښي په چین کي د ګارګرانو حالت او پر هغوی باندي جبري کارونه ښودل سوي وه. چان په خپله یوه امریکايۍ ده چي د پنځو کلونو راهیسي ئې د دغي رسنۍ له پاره په چین کي کار کاوه.